د اقلیمي مسایلو په هکله د ملګرو ملتونو سازمان کلنۍ غونډه (کاپ ۲۹) د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شوه.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو، اجرائیه رییس د دې غونډې د پرانیستې په مراسمو کې وایي چې، د اقلیمي بدلون په تړاو د ملګرو ملتونو کنوانسیون د اقلیمي ناورین د حل یوازینی ځای دی.
هغه دغهراز زیاتوي چې، په دې غونډه کې باید د اقلیم لپاره پر یوه نړۍوال مالي هدف هوکړه وشي او ټینګار یې کوي، کهچېرې د نړۍ دوه پر درېیمه برخه هېوادونو ونه کړای شي چې، د شین کوریزو ګازو د خپرېدو سرعت کم کړي، نور هېوادونه به یې په بې رحمۍ سره بیه پرې کړي.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون اجرائیه رییس سیمون سټیل په دې هکله وايي:«دا هغه دلیل دی چې، موږ دلته په باکو کې یو. موږ باید د اقلیم لپاره د نوي نړۍوال مالي هدف په تړاو هوکړه وکړو. که لږ تر لږه دوه په درېیمه برخه هېوادونه ونه کړای شې چې، د شین کوریزو ګازو د خپرېدو سرعت کم کړي، نو هر هېواد به یې په بې رحمۍ سره بیه پرې کوي. کهچیرې هېوادونه د اکمالاتو په بهیر کې انعطاف رامنځته نهکړای شي، نو ټول نړۍوال اقتصاد به په ګونډو شي، هېڅ هېواد خوندیتوب نهلري.»
په دې غونډه کې د اسلامي امارت یوه پلاوی هم ګډون کړی دی.
له دې سره هممهاله، د هغو ادارو ځينې مسوولان چې، په هېواد کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي او په کاپ ۲۹ مه غونډه کې یې هم ګډون کړی، وايي چې، د دې غونډې او د هغې اړوندو کتنو په لړ کې د مرستو د جلبولو هڅې روانې دي.
د کاپ ۲۹ غونډې ګډونوال عبدالهادي اڅکزی وايي:«د نورو موسسو له مسوولانو سره به لیده کاته وکړو چې، د افغانستان وضعیت له هغوی سره شریک کړو چې، په مالي او تخنیکي برخه کې افغانستان ته پاملرنه وکړي.»
د کاپ ۲۹ غونډې بل ګډونوال شعیب سادات څرګندوي:«په دغه کنفرانس کې زموږ اصلي موخه په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د مسایلو لپاره عدالت غوښتنه ده. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې، په لوړه کچه د زیانونو سربېره، په اقلیمي بدلون کې کمه ونډه لري.»
ټاکل شوې چې، دا غونډه د اذربایجان په پلازمېنه کې، د نوامبر تر ۲۲مې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون د ۱۹۸غړو هېوادونو د استازو په ګډون او د ځينو هېوادونو د مشرانو، خصوصي سکټور، دوه اړخیزو او څو اړخیزو مالي بنسټونو، مدني ټولنې او رسنیو په حضور کې دوام ومومي.
په دې اړه مو اندونه