د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې یا اوچا، په افغانستان کې د وچکالۍ کچې د معلولو لپاره یو کاري ټیم ګمارلی دی.
ددغې ادارې مسوول په کابل کې له پیښو سره د مبارزې ملي ادارې له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان د وچکالیو د نښې نښانو د پیژندلو په صورت کې به، لس ملیونه ډالره د وچکالۍ د مدیریت لپاره ځانګړي کړي.
اخوا د دغې ادارې د ویاند جانان سایق په وینا، په کتنه کې د اوچا پلاوي ویلي چې که د دې کاري ډلې له لوري د وچکالۍ نښې تثبیت شي، نو د مدیریت لپاره به یې افغانستان ته لس میلیونه ډالر ځانګړي کړي.
ښاغلي سایق زیاته کړه: «اوچا یو ټیم ټاکلی چې کله هم دوی د وچکالۍ نښې نښانې و ویني یا دا نښې په افغانستان کې تایید شي، نو ۱۰ میلیونه ډالر به د افغانستان د کروندګرو لپاره د اصلاح شویو تخمونو او د څارویو په برخه کې ولګوي»
بل پلو، د ماشومانو د ژغورنې صندوق ویلي چې په افغانستان کې د خپلې ژمنۍ مرستې د پلان د پليتابه لپاره د ۴.۲ میلیونه ډالرو له کمښت سره مخ دی.
د دغه پلان پر بنسټ به ۱۸ زره کورنیو ته روغتیايي او ښوونیز خدماتونه وړاندې کړي او په ژمي کې د خپلو کورونو د تودولو لپاره له هغوی سره نغدي مرسته وکړي.
د کابل اوسېدونکی، سید فاروق په دې اړه وايي: «زه په ورځ کې له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانۍ ګټم. زه د خپلې اته کسیزې کورنۍ سره څه وکړم؟ اوړه واخلم، نو تېل پاتې کېږي؛ تېل واخلم، نو اوړه څنګه کړم؟ د کور کرایه ورکړم او که د خوراکي توکو بندوبست وکړم؟»
د کابل یو بل اوسېدونکی، محمد اغا هم و ویل: «زموږ ورځنی عاید ۱۰۰ افغانۍ دی. که خوراکي توکي واخلو، بسنه نه کوي، او که یې په نورو اړتیاو ولګوو، خوراکي توکي راکمېږي. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې له موږ سره مرسته وکړي.»
بل خوا، اقتصاد وزارت وايي چې افغانستان د بېلابېلو ستونزو، لکه د وروستیو وچکالیو او سېلابونو له امله زیانمن شوی او د دغو ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: «موږ په عامه او بنسټیزو برخو کې د همکارۍ غوښتونکي یو؛ ځکه اړتیا لرو چې سړکونه، پلونه او ښوونځي جوړ شي او د کرنیزو ځمکو له تخریب مخنیوی وشي.»
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د خوړو د نه امنۍ د زیاتېدو خبر ورکړی و.
د دغو بنسټونو د ګډ راپور له مخې، جګړې، اقلیمي ناورین او اقتصادي فشارونه به په راتلونکو میاشتو کې میلیونونه خلک له سخت حالت سره مخ کړي.
په دې اړه مو اندونه