په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین له یوې جاپاني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، سرپرست حکومت د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ښه کېدو هیله لري.
ښاغلي شاهین د دوحې هوکړهلیک ته په نغوتې سره ویلي چې، ډونالډ ټرمپ یو عملپالی کس دی او تمه کېږي چې، د اوسنیو ننګونو په حل کې به هم واقعبين وي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس ویلي:«ښکاري چې، ښاغلی ټرمپ ډېر عملپالی دی. او زه فکر کوم چې، موږ باید د مسایلو په حل کې واقعبينانه چلند ولرو.»
سهیل شاهین د خپلو خبرو په بله برخه کې د امریکا په ګډون د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو پر ښهوالي ټينګار کوي.
ښاغلي شاهین زیاتوي:«موږ چمتو یو چې، له ټولو هېوادونو او دغهراز امریکا له متحدو ایالتونو سره مثبت تعامل ولرو.»
اسلامي امارت د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې هم د دغه هېواد له نوي ولسمشره غوښتي و چې، د افغانستان پر وړاندې واقعبینانه سیاستونه غوره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد اسلم دانشمل طلوعنیوز ته وویل:«ټرمپ دې ته ډېر لېواله نهدی چې، به منځني ختیځ او اوکراین کې جګړې ته دوام ورکړي او ټرمپ دې ته لېواله دی چې، د چین د کنټرول لپاره په سیمه کې ځای پر ځای شي.»
د سیاسي چارو شنونکی، سید اکبر سیال وردګ هم وايي:«د دوحې هوکړه چې، د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شوې، پاتې برخې او د هغه د ضمیمو برخه، کولای چې، د واک ته د ټرمپ له رسېدو سره، دغه ضمیمې، له اسلامي امارت سره د خبرو اترو له لارې تطبیق شي.»
تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي و، کهچېرې سرپرست حکومت غواړي چې، بندیزونه لېرې شي او نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي، باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
په دې اړه مو اندونه