Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له هېوادونو د ګوټرش غوښتنه؛ د اقلیمي ناورین د مخنیوي لپاره دې هڅې زیاتې شي

د اقلیمي بدلونونو غونډې په دویمه ورځ، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش د نړۍ له مشرانو غوښتي چې، د اقلیمي ناورین له امله له رامنځته شویو زیانونو د خلکو ساتنه وکړي.

ښاغلي ګوټرش د نړۍ مشرانو ته به خطاب کې ویلي، هغوی کولای شي چې، یوازې د ځمکې تودوخه د سانتي ګراډ په کچه تر یو اعشاریه پنځو درجو محدوده کړي.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي:«د دې لپاره چې، د نړۍ د تودوخې د زیاتوالي کچه تر ۱.۵ سانتي‌ګراد پورې محدوده وساتو، باید هر کال نړۍوال انتشارات ۹ سلنه کم کړو - تر ۲۰۳۰ کال پورې باید د ۲۰۱۹ کال په کچه ۴۳ سلنه کموالی ومومي. په خواشینۍ سره، اوس هم دا شمېرې په زیاتېدو دي. په دې COP کې تاسو باید د کاربن د بازارونو لپاره داسې عادلانه او اغېزناک قوانین تصویب کړئ چې، د دې مبارزې ملاتړ وکړي.»

په تېرو کلونو کې افغانستان هم د اقلیمي بدلون له پلوه زیانمن شوی دی. د بارانونو کموالی، وچکالي، د ملخو یرغل او مرګوني سېلابونه له هغو زیانونو دي چې، د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ورسره مخ دی.

د چاپېریال ساتنې فعال، سید محمد سلیمان‌خېل طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون د بدمرغه زیانونو شاهد وو؛ د بېلګې په توګه په بغلان ولایت کې له وروستي سېلابونو، د افغانستان په مرکز کې تر شدیدو وچکالیو، د ځمکې تودوخه او د ځمکنیو اوبو د کچې راټیتېدل، په افغانستان کې دا ټولې ننګونې د اقلیمي بدلونونو له امله دي.»

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه، نجیب‌الله سدید هم څرګندوي:«په دغو دوو کلونو کې د افغانستان غږ نه‌دی اورېدل شوی، هیله ده چې، سږکال د افغانستان غږ واورېدل شي، هیله‌من یم چې، افغانستان وکړای شي د بودیجې مکانیزمونو ته لاسرسی پیدا کړي او له نړۍوالو صندوقونو بودیجه ترلاسه کړي.»

د اقلیمي بدلونونو په ۲۹مه غونډه کې د نړۍ ۱۹۸ استازو په ګډون د اسلامي امارت پلاوی هم حضور لري چې، د اقلیمي بدلونونو او د دغې ښکارندې د مخنیوي پر لارو چارو خبرې اترې وکړي.

ښاغلي ګوټرش د نړۍ مشرانو ته به خطاب کې ویلي، هغوی کولای شي چې، یوازې د ځمکې تودوخه د سانتي ګراد په کچه تر یو اعشاریه پنځو درجو محدوده کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه