Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په یوه میاشت کې هېواد ته ۱۵۰ زره افغان کډوال راستانه شوي

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي چې، د تېرې یوې میاشتې په لړ کې له ترکیې، ایران او پاکستانه هېواد ته د ۱۵۰ زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
 
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني، د تېرې یوې میاشتې په لړ کې له ترکیې، ایران او پاکستانه هېواد ته د ۱۵۰ زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند ویلي چې، د دغو کسانو له منځه ۱۰ زره کسان له پاکستانه او ۹۰۰ زره یې له ترکیې او پاتې نور یې له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه:«د یوې میاشتې په لړ کې، کابو ۱۵۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي چې، ځينې یې په خپله خوښه راغلي او ځينې هم په اجبراي توګه ایستل شوي دي.»

ورته مهال، ځينې کډوال چې، هېواد ته راستانه شوي، له سرپرست حکومته غواړي چې، د کاري او سرپناه په څېر اسانتیاوې ورته برابرې کړل شي.

عبدالمجید چې، له دوو کلونو وروسته خپلې کورنۍ له ایرانه ایستل شوی د افغان کډوالو د ستونزو په هکله وايي:«زه په کار کې وم چې، وې نیولم او بهر یې کړم.»

بله کډواله ملکه هم وايي:«موږ دلته [په افغانتسان کې] نه د ژوند لپاره ځای لرو او نه هم ډوډۍ د خوړولو لپاره، له همدې امله د کار لپاره ایران ته ولاړو چې، ډوډۍ پيدا کړو.»

ځينې کورنۍ چې، په اختیاري توګه هېواد ته راغلي، له سرپرست حکومته غواړي چې، په هېواد کې د کار او سرپناه فرصتونه برابر کړي، څو نور د افغانستان پرېښودو او کډوالۍ ته اړ نه‌شي.

له ایرانه راستنه شوې نفیضه وايي:«دا چې، دلته کار نه‌وو، ایران ته ولاړو. هلته خلک له کوره وتلی نه‌شوی. افغانان یې نیول.»

د کډوالو د حقونو ځينې فعالان وایي چې، د راستنو شوو کډوالو د ستونزو د حل لپاره باید سرپرست حکومت او د کډوالو د حقونو ملاتړي بنسټونه په ګډه کار وکړي.

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان اسلامي امارت او کډوالو ته اړوند مسوولان په هېواد کې د دغو کډوالو د بیاخلې ادغام لپاره پر یوې کړنلارې کار وکړي او هم وکړای شي مالي مرستې او هغه اندېښنې چې، دوی یې د ځمکې په اړه لري، رفع شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو دوو کلونو کې له ځينو هېوادونو په تېره بيا له ګاونډيو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټګ شوی او وخت ناوخته په دغو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه خپاره شوي دي.
 
ځينې کډوال چې، هېواد ته راستانه شوي، له سرپرست حکومته غواړي چې، د کاري او سرپناه په څېر اسانتیاوې ورته برابرې کړل شي.

شریک یي کړئ