د خوړو نړۍوال پروګرام راپور ورکړی چې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب یو څه ښه شوی خو د خوراکي توکو لپاره اړتیا لاهم د تیر په شان زیاته ده.
د راپورونو لمخې، ۱۱،۶ ملیونه کسان په دغه هېواد کې د ناورین او یا هم تر هغه بد وضعیت کې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د خوړو د خوندیتوب په وضعیت کې له جزي کمښت سره سره، په افغانستان کې نږدې ۱۱.۶میلیون خلک لاهم د ناورین یا تر هغه په پورته پړاو کې دي.
دغه سازمان بې کاري، کورني پورونه، کم عاید، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو راستنېدل او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی د دې وضعیت اصلي لاملونه ګڼي.
ډبلیو اف پي وړاندوینه کړې چې شاوخوا ۳ اعشاریه ۵ ملیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي او ۱ اعشاریه ۱۵ میلیونه امیندواره او شیدې ورکونکي ښځې به له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د اړیکو مسوول، ضیاءالدین صافی وايي: «د ژمي په را نږدې کېدو سره تمه دا ده چې ډېر خلک د بیړنیو مرستو ته اړتیا پیدا کړي، او د نړیوال خوراک پروګرام په پام کې لري چې له ۶ میلیونه څخه زیاتو کسانو ته رسېدنه وکړي.»
بل پلو، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) راپور ورکړی چې د روان میلادي کال له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې یې په افغانستان کې ۱۴.۴ میلیونه کسانو ته مرستې رسولې دي.
دې ادارې ویلي چې ناڅاپي ناورینونه په دوامداره توګه نوې اړتیاوې رامنځته کوي او د بنسټیزو زیربناوو زیان ګالۍ زیاتوي.
د کابل اوسېدونکی، سید رحمان وايي: «ژمی دی او واوره اوري، او زه واړه ماشومان لرم. له موږ سره دې مرسته وشي، نه یوازې له ما سره، بلکې له هغو کسانو سره چې بې وزله دي او له ګاونډیو هېوادونو په سختیو راستنېدلي دي.»
له بلې خوا، د اقتصاد وزارت وايي چې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې خپلې هڅې زیاتې کړې دي.
دغه وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د زیربناوو او کرنې د پراختیا په برخه کې خپلې همکارۍ پیاوړې کړي، څو افغانستان وکړای شي په تدریجي ډول د خوړو په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب وايي: «پر موجودو اقتصادي ظرفیتونو تکیه کول او په ملي پروګرامونو لکه د ټرانسپورټي او انرژۍ زیربناوو تمرکز، د کورنیو تولیداتو او خصوصي سکټور ملاتړ د سوداګرۍ د اسانتیا او صادراتو د پراختیا له لارې، د کاري فرصتونو سکتور ته لومړیتوب ورکول، او د کوچنیو سوداګرۍ د ملاتړ له لارې د اقتصادي وضعیت ښه کول زموږ له لومړیتوبونو دي.»
تر دې وړاندې د ماشومانو د ژغورنې صندوق اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۱۸ زره زیانمنونکو کورنیو ته د ژمنیو مرستو د وړاندې کولو لپاره د ۴.۲ میلیونه ډالرو له کموالي سره مخ دی.
په دې اړه مو اندونه