د رییس الوزرا سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت له هېچا سره دُښمني نه لري او په هېواد کې پراختیايي پروګرامونه توازن ته په پام پلې کېږي.
مولوي عبدالکبیر دغه راز زیاتوي، سرپرست حکومت په ټول هېواد کې په متوازنه بڼه بنسټیزې او پراختیايي پروژې په پام کې نیولې دي.
هغه زیاته کړه: « پروژه چې وتړل شوه، که د سړک جوړونې وي، که د کلینیک وي او که بله هره پروژه وي. تاسې وړاندیز جوړ کړئ او وزارت ته مراجعه وکړئ. ان شاالله کار مو مخ ته ځي. که همکارۍ ته اړتیا وي، سیاسي معاونیت له تاسې سره همکاري کوي.»
د دغې غونډې پر مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست له هېواده دباندې د کرنیزو حاصلاتو صادرېدو ته د زمینې برابرولو ډاډ ورکړی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، عطاءالله عمري وايي: «د افغانستان محصولات خپله له افغانستانه زیات دي، بهرنی بازار لري. د همدې لپاره د بهرنیو چارو وزیر د سوداګرو یو پلاوی ترتیب کړ ، چې د کرنې له پلوه پر ځان بسیا هېوادونو ته سفر وکړي، څو زموږ محصولاتو ته بازار پیدا شي.»
بل پلو بامیان کې ځینې دیني عالمان د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي، چې ددغه ولایت اوسېدونکو ستونزو ته په جدي ډول رسېدنه وکړي.
په بامیان کې دیني عالم، سید نصرالله واعظي په دې اړه وايي: «د خلکو یو له مهمو غوښتنو چې نن تاسې ته راغلي دي، د بامیان د برېښنا موضوع ده.»
دا بامیان ته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال لومړنی سفر دی، ویل کېږي له هغه غوښتل شوي، چې ددغه ولایت د اوسېدونکو ستونزې له نږدې و ارزوي او ورته رسېدنه وکړي.
په دې اړه مو اندونه