Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخابراتو وزارت: د انټرنیټ او غږیزو اړیکو بیې راټیټې شوې دي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، هېواد کې د مخابراتي شبکو د اړیکو او انټرنیټ بیې ټیټې شوې دي. 

د دغه وزارت سرپرست نجیب الله حقاني د حکومت د رسنیو په مرکز کې یوې غونډې ته زیاته کړه چې، د ۲۰۲۵ زېږیز کال له پیله به د یو جي بي انټرنیټ بیه ۹۵ افغانۍ وي، کورنیو شبکو ته د ټلیفوني اړیکو بیه له ۳ اعشاریه ۵۰، یو اعشاریه ۳۰ افغانیو او دغه راز بهرنیو شبکو ته به د یوې دقیقې اړیکې نیولو بیه له ۴ افغانیو یو اعشاریه ۴۰ افغانیو ته را ټیټه شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست و ویل: « په ۱۴۰۰ کال کې د وایس بیه په همغې شبکې ترمنځ (On-Net) درې اعشاریه ۵۰ افغانۍ وه او اوس مهال دا موږ ۱.۳۰ افغانیو ته راکمه کړه.»

د نوموړي په خبره، روان هجري- لمریز کال کې د دغه وزارت د ناخالصو داخلي عوایدو کچه هم ۵۰ اعشاریه ۵ میلیارده افغانیو ته رسېدلې ده.

دغه غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د زیربناوو عمومي رییس و ویل، چې دغه وزارت په ټول هېواد کې د امنیتي تجهیزاتو، برښنایي او یو پي اس د تجهیزاتو، د ولایتونو تجهیزاتو او نوري فایبر پروژې په ګډون د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳ بېلابېلې پروژې پلي کړې دي.

د معلوماتي ټکنالوژۍ د زیربناوو عمومي رییس، سید منصور رحیمي و ویل: « د امنیتي تجهیزاتو پروژه د ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت او د برښنا تجهیزاتو او UPS پروژه د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي شوې ده.»

تر دې وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي و چې، د انټرنیټي خدمتونو د پراختیا په موخه د هېواد شپاړلس ولایتونه د نوري فایبر له خدمتونو سره نښلول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه