Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد: د دوحې هوکړه لیک د همکاریو یو ښه جوړښت رامنځته کولای شي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي د امریکا په فلورېدا پوهنتون کې ویلي، د دوحې هوکړه د امریکا او د افغانستان د سرپرست حکومت تر منځ یوازنۍ رسمي هوکړه ده.

زلمی خلیلزاد زیاتوي چې سرپرست حکومت د دوحې تړون ته ژمن دی او دا تړون له کابل سره د واشنګټن د تعامل اساس کېدای شي.

هغه ویلي: (د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا یوازینۍ رسمي هوکړه ده او طالبان هم ادعا کوي چې دغه تړون ته ژمن دي. زه نه غواړم چې تمې زیاتې کړم، خو ټینګار کوم چې د دوحې همدا تړون د همکارۍ لپاره یو چوکاټ کېدای شي.)

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم په کابل کې په یو پروګرام کې وايي، سرپرست حکومت هیله لري، د امریکا نوی حکومت به د افغانستان په اړه د دغه هېواد پر اوسنۍ تګلارې له سره کتنه وکړي.

شېر محمد عباس ستانکزی دغه راز زیاتوي چې اسلامي امارت د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ښاغلی ستانکزی وايي: زموږ امید د امریکا له اینده حکومت هم دا دی چې د افغانستان په اړه، د اسلامي امارت په اړه پر خپلو پالیسو بیاکتنه وکړي او مثبت ګامونه پورته کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې د عملي کېدو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی، عبدالشکور دادرس وايي: اسلامي امارت هم ځينې ملاحظات لري چې ګواکې امریکا او ناټو اوس هم په افغانستان کې ځینې لاسوهنې کوي چې دا د دوحې هوکړې خلاف دي. 

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت او امریکا تل یو بل د دوحې له تړونه پر سرغړونې تورن کړي او سپینې ماڼۍ تر دې وړاندې هم ویلي وو چې که سرپرست حکومت د بندیزونو لرې کول او نړیوال مشروعیت غواړي، باید د دوحې په تړون کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، سرپرست حکومت هیله لري، د امریکا نوی حکومت به د افغانستان په اړه د دغه هېواد پر اوسنۍ تګلارې له سره کتنه وکړي.

شریک یي کړئ