Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او سیمې په اړه د خبرو اترو په موخه پاکستان ته د کابلوف سفر

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اسلام آباد ته د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي له سفره خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویانده وايي، ضمیر کابلوف نن اسلام آباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، زهرا ممتاز بلوچ وايي: (دواړه لوري به د افغانستان حالات و ارزوي او د سیمه ییزې سولې او ثبات په ټینګښت کې به د ګاونډیو هېوادونو پر رول خبرې وکړي.)

روسیه یو له هغو هېوادونو ده چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري او تر دې مخکې هم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په شپږمه مشورتي غونډه کې له سرپرست حکومت سره پر عملي خبرو ټینګار کړی وو.

سرګي لاروف دغه راز ویلي وو چې د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت له مسوولینو سره خبرې اړینې دي.

د سیاسي چارو شنونکی، معین ګل څمکنی په دې اړه وايي: پاکستان او روسیه دواړه غواړي چې پر اسلامي امارت فشار راوړي څو د روسیې او پاکستان تر تاثیر لاندې راشي، زما په اند دغو دواړو هېوادونو دا کار د خپلو ګټو لپاره ډیزاین کړی دی.

پاکستان ته د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي سفر په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد اړیکې د پاکستان د هغو ادعاو له امله سړې شوې چې ګویا افغان خاوره د یاد هېواد پر ضد کارول کېږي.

بل لور ته له پاکستانه د افغان کډوالو را ایستلو د کابل او اسلام آباد پر اړیکو سیوری غوړولی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، زهرا ممتاز بلوچ وايي، دواړه لوري به د افغانستان حالات و ارزوي.

شریک یي کړئ