د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنګ لویې لارې په لسمې ګالرۍ کې کار دوام لري او وایي، هڅه کوي چې د ژمي تر را رسېدو وړاندې یې چارې بشپړې شي.
د دغه وزارت مسوولین وایي، د تونل دننه کار تر شپاړسمې ګالرۍ او د خنجان ولسوالۍ ځینو برخو پورې بشپړ شوی دی.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي: « په شمالي او سویلي سالنګ کې د بیارغونې چارې په ځانګړې توګه په لسمه ګالرۍ او خنجان - دوشي پر لاره په ښه توګه روانې دي. د ۱۶ او ۱۷ ګالرۍ د کانکرېټ اچونې چارې بشپړې شوي او د وسپنیزو ډیزاینونو کار په بېلابېلو ګالریو کې دوام لري.»
د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د هوا په نظر کې نیولو سره روانې دي.
د تړون کوونکي شرکت یو انجینر وايي، په عادي ورځو کې ۳۰۰ مټرو پورې د کانکریټ چارې پرمخ وړي.
انجینر، سید ابرار وایي: « دا مهال له کیمیاوي توکو ګټه اخلو، ځکه د سیمه هوا ډېره سړه ده ځینو ورځو کې تر ۱۵۰ مټرو او ځینو ورځو کې بیا تر ۳۰۰ مټرو د کانکرېټ اچولو کار کوو.»
خو موټر چلوونکي او مسافر چې پر دغه لاره تګ راتګ کوي، د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې، د سالنګ لویې لارې د جوړولو چارې چټکتې کړي.
پر سالنګ لویه لار موټر چلوونکي، غلام محمد و ویل: « د ژمي په را رسېدو سره د لارې ستونزې ډېریږي او له حکومته هیله لرو چې دغه لاره جوړه کړي څو زموږ ستونزې حل شي.»
عبدالمطلب
مسافر، عبدالمطلب و ویل: « هڅه دې وکړي چې دغه لاره په چټکه توګه جوړه شي، ځکه د لارې په اوږدېدو سره د توکو بیې لوړیږي.»
د اسلامي امارت چارواکو د پرېکړې پربنسټ د دې لویې لارې جوړولو لګښت د نقلیه وسایطو د حق العبور پیسو له لارې ورکول کېږي. د ټولګټو چارو وزارت په ورځني ډول دغه لار کې له بار وړونکو او مسافر لېږدونکو موټرو له ۸۰ تر ۲۶۰۰ افغانۍ راټولوي.