Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د ټولنیز-اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هلې ځلې

د افغانستان لپاره د ازبېکستان ځانګړي استازي د امریکا د سولې انسټيټیوټ له استازي سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو هم خبرې کړې دي.

د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، په دې کتنه کې د امریکا د سولې انسټيټيوټ استازي د افغانستان د وضعیت د سوله ییز حل لپاره د یوې ستراتیژۍ د جوړولو او همداراز د ټولنیز- اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه د سیمې هېوادونو په ملاتړ له ازبېکستان سره د همکاریو د دوام په تړاو خبرې کړې دي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ استازو د افغانستان د وضعیت د سوله‌ ییز حل او د دغه هېواد د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه والی په موخه د یوې سټراټېژۍ د جوړېدو په برخه کې له ازبیکستان سره د همکاریو پر دوام خبرې کړې دي.
 
د ازبیکستان د بهرنیوچارو وزارت ویلي: « د امریکا د متحده ایالتونو د سولې انسټيټیوټ استازو د ازبیکستان له لوري سره د همکارۍ د دوام لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې، څو د سیمې له بېلابېلو هېوادونو سره د مشورو په ملاتړ د افغانستان د وضعیت د سوله ‌ییز حل او د دغه هېواد د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره یوه سټراتیژي جوړه شي.»

دغه راز په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د سولې انسټیټیوټ استازو د افغانستان د اوږدمهالې او پایېدونکې سولې د ټینګښت په برخه کې د ازبیکستان پر مهم رول ټینګار وکړ.

له دې سره همهاله، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان د اوسنیو کړکېچونو د حل او ځینو ننګونو ته د رسېده‌ ګۍ په برخه کې د ازبیکستان رول اغېزناک ګڼي. 

د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغانیار وايي: ازبېکستان یو له هغو هېوادونو وو چې له پیله یې له افغانستان سره ښې اړیکې وساتلې، ازبېکستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ښې اړیکې لري. نو د افغانستان له سیاسي-اقتصادي انزوا د وتلو لپاره دغه هېواد یو ښه د وصل ټکی کېدای شي.   

د سیاسي چارو شنونکی، عزیز معارج په دې اړه وايي: په کوم سیاسي، اقتصادي وضعیت کې چې افغانستان دی، دا یې په ګټه ده چې د ازبېکستان په څېر له ګاونډي هېواد سره ښې اړیکې وساتي او دا اړیکې د ازبېکستان په ګټه هم دي ځکه هغه هم ټرانزیټ لارې ته اړتیا لري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ازبیکستان ولسمشر د قرغزستان په پلازمېنه بیس کې د تُرک هېوادونو په یوولسمې سرمشریزې کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د منظمو اړیکو د یوې تګلارې پر اهمیت ټینګار کړی وو او ویلي یې وو، چې د افغانستان موضوع باید د تُرک هېوادونو د سازمان محوري موضوع وي.

شریک یي کړئ