Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیفه سراج‌الدین حقاني: د دین ترڅنګ د دنیا اړتیاو ته هم باید ګډ کار وکړو

د کورنيو چارو وزارت سرپرست خوست کې د يوه جومات جوړولو چارو پیل پرمهال وايي، جوماتونه او مدرسې بايد يوازې ملا ته پرېنږدو.

هغه ټینګار کوي، چې د دین ترڅنګ د دنیا ضرورتونو او ستونزو د حل په موخه باید ټول په ګډه هڅې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني و ویل: «دين به يواځې ملا صيب ته نه پرېږدو، دين کې به ټول سره شريک و، اما د دنيا ضرورتونو د پوره او حل کولو لپاره به اصول، ظوابط او کوششونه کوو سره چې په سمه طريقه او صميميت سره هغه مشکلات حل کړو.» 

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني وايي، د پراختیايي پروژو پلي کېدو لپاره کورني عواید بسنه نه کوي.

ښاغلی حقاني دغه راز زیاتوي، چې کورني عواید د پراختيايي پروژو پلې کېدو لپاره کافي نه دي او په خبره یې اوږدمهاله پراختیايي پروژې د کانونو د عوایدو مقابل کې پلې کېږي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه: «زموږ عوايد ډېر کم دي او انکشافي عوايد مو دې ځای ته نه دي رسيدلي چې داسې لوړې پروژې په مخ بوځو، بيا هم د معدنياتو په مقابل کې په ځينو اوږدمهاله پروژو باندې کارونه روان دي. هغه کارونه چې زموږ په وس کيږي، هغې کې به داسې نه کوو چې د بل په تمه کينو، په هغې به خپله کوشش کوو.» 

د خوست اوسېدونکي بيا دغه ولايت کې د بنسټيزو او د اړتيا وړ پروژو پلي کېدو برخه کې د لازیاتې همکارۍ غوښتنه کوي.

د خوست اوسېدونکی، محمد الياس په دې اړه وايي: «د اوبه لپاره بندونه دي، چې په ډېرو ځايونو کې يې سروې شوې دي خو تراوسه يې چارې نه دي پيل شوې.» 

د خوست  اوسېدونکی، سخي محمد هم و ویل: «په خوست کې بايد هغه څه وشي چې د خلکو ورته ډيره اړتيا ده لکه سړکونه، پلونه او د اوبو بندونه.» 

د خوست یو بل اوسېدونکی، سعيد الله جان د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: «په تېر حکومت کې له موږ سره ژمنې شوې وې چې د بيا رغونې پروژې به پلي کړو خو  عملي نه شوې اوس له اسلامي امارته غوښتنه کوو، چې دې برخه کې کار وکړي.»

د خوست مرکز کې دغه جومات د یوه سوداګر له لوري د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې پر یوه وخت به د ۲۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا ولري.

شریک یي کړئ