Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پلان نه لرو

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د لوېدیځې آسیا لپاره د دغه هېواد وزیر د اسلام آباد او کابل تر منځ تعاملات هم څاري.

 ، ممتاز زهرا بلوچ په دې اړه وايي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده د لوېدیځې اسیا لپاره د پاکستان وزیر به د اسلام آباد او کابل ترمنځ تعامل رهبري کوي او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره به د خبرو اترو بهیر پر مخ وي.»

پخوانی ډيپلوماټ، عزیز معارج وايي: له ډيپلوماټيک او سیاسي نظره یو هېواد چې بل هېواد ته استازی استوي، په دې مانا چې له هغوی سره همکاري لري. د هغه هېواد په قضایاو کې دخیل دی یا ډېرې نږدې اړیکې لري او کارونه مخ ته وړي. پاکستان چې خپل استازی له دې ځایه ایستی دی، دا په دې مانا چې نړۍ ته وښيي چې له نړۍ سره ښې اړیکې نه لري او یا د ترهګرۍ د ادعا له امله ناراضه دی.

ممتاز زهرا بلوچ په دې غونډه کې زیاته کړې چې د پاکستان چارواکو د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره اسلام آباد ته د هغوی د وروستي سفر پر مهال له افغانسانه د راولاړېدونکو احتمالي ګواښونو په تړاو خبرې کړې دي.

د نظامي چارو شنونکی، زلمی افغانیار په دې اړه وايي: د اقتصاد محوره هېوادونو پالیسي د نورو هېوادونو په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه نه کول دي، ایا پاکستان موږ ته دغه ډاډ راکولای شي. کوم پروګرام چې هغوی مخکې وړي، خپل کار یې دی.  

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر وايي چې د افغانستان خاوره امن ده او له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې په افغانستان د بې ‌ځایه تورونو له لګولو ډډه وکړي.  

په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر رییس، سهیل شاهین هم وايي: موږ په سیمه او ګاونډ کې سوله او ثبات غواړو او هغه د خپل هېواد د سولې لپاره لازم بولو. نور هم باید په دې برخه کې خپله ونډه ترسره کړي او خپل کورنۍ دنده ادا کړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني رسنیو د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي دراني د ګوښه کېدو لامل د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په سیاستونو کې د اختلافاتو شتوالی بللی و.

شریک یي کړئ