د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو د ناپېژانده وسلهوالو برید کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، دغه برید ترهګریز او د بشريت پر وړاندې جنایت بللی او د قربانیانو له کورنیو سره یي خواخوږي ښودلې ده.
د ښاغلي کرزي د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي:«د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر یو شمېر لمونځ کوونکو هېوادوالو برید یو ترهګریز عمل او د بشریت ضد جنایت بولي او په کلکه یې غندي. پخوانی ولسمشر د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا دعا کوي.»
د سیاسي چارو شنونکی صمیم شمسي پر ولسي وګړو د برید په تړاو وویل:«پر ولسي وګړو په ځانګړې توګه په سپېڅلو ځایونو کې، لکه جومات کې هر ډول برید، د اسلامي او انساني لارښوونو سره په ټکر کې دي. په ټول کې باید له هر ډول بریده مخنیوی وشي.»
بل پلو، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي او د یوناما دفتر هم دغه برید غندلی او د دې پېښې د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه یې کړې ده.
یوناما پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:«یوناما په شمالي بغلان ولایت کې د صوفیانو پر عبادت ځای د پنجشنبې وسلهوال برید غندي چې، لږ تر لږه ۱۰ کسان پهکې وژل شوي دي. یوناما له واکمنو چارواکو د دغې پېښې د بشپړې پلټنې، د راتلونکو حملو د مخنیوي او د ټولنو د خوندیتوب غوښتنه کوي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ هم ویلي:«مذهبي لږکي لا هم له جدي ګواښونو سره مخ دي. ټول افغانان حق لري چې، په سوله کې عبادت وکړي. د دغه وضعیت مخنیوي، د خلکو ساتنې او عدالت ته ډېره اړتیا ده.»
د اسلامي امارت ویاند حمدالله فطرت له برید وروسته ویلي:«په دې اړه پلټنې روانې دي چې، د دغې پېښې عاملین پیدا او د خپل دغه سنګین جنایت په سزا ورسېږي. اسلامي امارت دغه دردونکې پېښه په کلکو ټکو غندي او دا نه بښل کېدونکی جنایت ګڼي. دا پېښه د هغو تکبیري کړیو کار دی چې، د مسلمان انسان وینه تویول ورته عادي خبره ښکاري.»
د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو د ناپېژاندو کسانو په برید کې ۱۰ کسان وژل شوي دي. اسلامي امارت هم ویلي، چې د دې پېښې په تړاو یې څو تنه نیولي دي.
بلخوا تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پرغاړه نهده اخیستې.