Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چمن پرلت: پاکستاني پولیس د چمن - سپین بولدک په فساد کې ښکېل دي

د چمن پرلت کوونکي ادعا کوي چې، د چمن سیمه‌يیز امنیتي مسوولانو د دغه ښار د ځینو اوسېدونکو په مرسته د چمن - سپين بولدک لار په پراخ مالي فساد کې ښکېل دي. ‌

د چمن پرلت ویاند ادعا کوي چې، پاکستاني ځواکونه د فرضي کرښې دواړو غاړو اوسېدونکي د بډو په بدل کې اړوي.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی په دې هکله وايي:«هغه دولتي ادارې چې، وړاندي به یې خلکو ته د کاروبار زمينه برابروله اوس د کرښې د دواړو غاړو د تګ راتګ لپاره د خلکو پر سر د کاروبار او د فساد پر مرکزونو بدل شوي دي.»

د چمن پرلت کوونکي وایي د روانې نوامبر په مياشت کې به خپل مبارزه نوره هم سخته، د ټرانسپورټ او سیمه‌ییزو ادارو تړلو په تړاو به جدي پرېکړې وکړي.

د چمن پرلت غړی محمد ولي په دې هکله وايي:«چې کومه پرېکړه مشرانو وکړه هغه پرېکړه به عملي کېږي؛ خو موږ اوس ټول جهتونه ښه پېژندلي دي.»

د چمن پرلت د مشرتابه غړی عبدالخالق حقمل هم څرګندوي:«یوه ورځ به داسي راشي چې، دا خلک به ستاسو غاړې ته لاس اچوي او خپل حق به غواړي او دا کار به په ډېره پياوړتیا او قوت کوي چې، وروسته به بيا د ولس زور څرګند شي.»

د پاکستان ایالتي او مرکزي حکومت چارواکو د چمن پرلت غوښتنو او ادعاوو په تړاو نظر نه‌دی ورکړی.

شریک یي کړئ