اسلامي امارت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۳۴ جهادي مدرسې جوړوي چې، هره مدرسه به له زرو د زیاتو طالبالعلم د جذب وړتیا ولري.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال په جوزجان ولایت کې د درې جوماتونو د پرانیستې مراسمو پرمهال وايي د دې ترڅنګ په پام کې ده چې، هرې ولسوالۍ کې درې مدرسې هم جوړې کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو مرستیال عزیزالرحمان منصور په دې هکله وویل:«په هر ولایت کې، یوه جهادي ستره مدرسه، ۳۴ ولایتونونه دي ۳۴ مدرسې؛ خو دا شوې او همدرانګه پرېکړه دا ده چې، په هره ولسوالۍ کې هم درې مدرسې وي، په هغې کې یوه به لیلیه وي او دوه به نهاري وي؛ له دې سره به زموږ هغه باطني روحانیت را ژوندی شي.»
بل پلو د جوزجان سیمهییز مسوولان وايي په دغه ولایت کې د اسلامي امارت له بودیجې د څه باندې ۲۷ مېلیونه افغانیو په ارزښت درې جوماتونه جوړ شوي دي.
د دوی په خبره د ګردن کلي جومات پر یوه وخت د دوه زره لمونځ کوونکو وړتیا لري، د عربخانې کلي جومات د ۲۰۰ لمونځ کوونکو او لیلې دښتې جومات د ۱۵۰ لمونځ کوونکو وړتیا لري.
د جوزجان والي ګل حیدر شفق په دې هکله وايي:«زموږ ماشومان د اسلام او دین د زدهکړې لپاره باید ذهناً او فکراً له جوماته وروزل شي او له همدې ځایه جوړ شي.»
د جوزجان پوهنتون رییس انورالحق حبیبي هم وویل:«د بېلابېلو جهادي مدرسو جوړول او همدارنګه د افغانستان له ټولو مدرسو ملاتړ په ځانګړې توګه موږ او تاسې شاهد یو.»
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولانو د معلوماتو پربنسټ په سرپل ولایت کې هم یو جومات چې، د ۳۰۰ لمونځ کوونکو وړتیا لري د ۴ مېلیونه ۱۹۲ زره افغانیو په لګښت تر جوړولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.