د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، اسلامي امارت د ښځو د حقونو د تامین کېدو خبر ورکوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته وایي، په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت بېلابېلو ارګانونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي.
ښاغلی مجاهد، دغه هڅې بسندویه نهګڼې او د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې لا ډېرې هڅې اړینې ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند په دې هکله زیاتوي:«نور ارګانونه هم دي چې، په مرکز او ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې، د خویندو د پوهاوي او د هغوی د حقوقي موضوعګانو لپاره، د هغوی حقوقو ته رسېدنه او د هغوی د شکایتونو د اورېدو لپاره ذهنیت جوړونه کوي او پوهاوی ورکوي، په کار بوختې دي. په ټول کې موږ هڅه کوو؛ خو بسندویه نهدي، لا هم باید ډېرې هڅې وشي، په دې برخه کې په کلیوالو او لېرې پرتو سیمو کې ځينې ستونزې لرو چې، پاملرنه ورته اړینه ده.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر یا یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په برخه کې پر بېړني اقدام ټینګار کړی او دغهراز په افغانستان کې د ښځو لپاره د دغه سازمان ځانګړې استازې د نړۍوالې ټولنې له لوري د ښځو د ملاتړ د زیاتېدو غوښتنه کړې او د ښځو د ظرفیت لوړلو په برخه کې یې پر پانګونې ټينګار کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وايي:«موږ د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په یوه حساس پړاو کې یو. موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د عدالت رامنځته کولو په موخه بیړنيو اقداماتو ته اړتیا لرو.»
په افغانستان کې د ښځو چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان هم څرګندوي:«دا حقیقت چې، افغان مېرمنې او نجونې نن ورځ د تېرو نسلونو پرتله لږ حقونه لري، د دوی د مبارزې یو تریخ حقیقت دی او نړۍواله ټولنه اړباسي چې، له دوی سره د درېدو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي، څو د دوی پر مقاومت، مشرتابه او ځواکمنتیا پانګونه وکړي.»
د ښځو د حقونو فعاله لمیا شېرزی وايي:«کهچېرې یوناما واقعاً د ښځو وضعیت ته لېواله او اندېښمنه وای، په دغې موده کې دننه په افغانستان کې د عیني واقعیتونو پر بنسټ چې موجود دي، د ښځو د برخلیک لپاره عملي کار کړی وای.»
دا په داسې حال کې ده چې، د بښنې نړۍوال سازمان د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې، دغه کمپاین به د ډسمبر په ۱۰مه، چې د بشر د حقونو له نړۍوالې ورځې سره سمون خوري، پای ته ورسېږي.