د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې یوې مشاعرۍ ته د خبرو پر مهال د افغانانو ترمنځ په زغم او یو بل منلو ټینګار وکړ.
ښاغلي حقاني زیاته کړې له چا سره باید افراطي چلند ونه شي؛ ځکه چې د واکمنو پیاوړتیا د هغوی له اخلاقو او ښو عادتونو څخه معلومېږي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي:«باید له چاسره افراطي او تبعیضي چلند ونشي؛ ځکه چې د واکمنو پیاوړتیا د هغوی له اخلاقو او عاداتو معلومېږي.»
سراج الدین حقاني دغهراز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي له خلکو باید د تفرقې او تبعیض تخم لرې شي او هغوی باید یووالي ته را وبلل شي.
ښاغلی حقاني وايي:« اوس موږ حکومت یو، ملت زموږ رعایت دی، له خلکو باید تبعیض او تفرقه ختمه کړو او هغوی باید یووالي او مینې ته را وبولو.»
په دې مشاعره کې شاعرانو د دیني ارزښتونو په رڼا کې خپل شعرونه واورول.
تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خوست ولایت ته د سفر پر مهال ویلي و چې، هېڅوک د خلکو پر سر معامله نهشې کولای.