کورنیو چارو وزارت، د کوکنارو د کښت د ۳۰ سلنه زیاتوالي په تړاو، د ملګرو ملتونو سازمان له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر راپور رد کړ او هغه یې له حقیقته لېرې بللی دی.
دغه وزارت د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې، اسلامي امارت د نشهيي توکو د لهمنځه وړلو لپاره له خپل ټول وسه کار اخیستی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، له دغې ښکارندې سره مبارزه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت او تولید منع، د اسلامي امارت له اساسي او بنسټيزو اقداماتو څخه دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې، افغانستان کې د نشهيي توکو د کښت او تولید په تړاو، د کورنیو چارو وزارت د ارزونو پر بنسټ، د تېرو کلونو پرتله، په وروستي یوه کال کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو سازمان له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ویلي چې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د ملګروملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې، په افغانستان کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې کم وو؛ خو په ۲۰۲۴ کال کې یې تولید ۴۳۳ ټنو ته رسېږي. د دغه بنسټ په وینا، دغه شمېر ښيي چې، د ۲۰۲۳ کال پرتله د تریاکو تولید ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
د ملګروملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې نوي اټکلونه تاییدوي چې، په افغانستان کې د تریاکو تولید پرله پسې دوو کلونو کې ټیټ دی؛ خو په ۲۰۲۴ کال کې ۴۳۳ ټنو ته ورسېد. چې، دا شمېر د ۲۰۲۳ کال پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.»
د ملګروملتونو له نشهيي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر اجراییوي مدیر دغهراز کروندګرو ته د بدیل کښت د برابرولو په برخه کې پر پانګونې ټینګار کړی دی.
د ملګروملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر اجراییوي مدیر غاده ولي وايي:«موږ باید په کوکنارو پورې تړلې کلیوالو ټولنو سره هم مرسته وکړو چې، په زیربناوو، کرنیزو سرچینو او دوامداره معیشت کې د پانګونې له لارې په قانوني ګټورو اقتصادي بدیلو تبدیل شي.»
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري په دې هکله وویل:«دا چې، تېر کال د نشهيي توکو کښت او قاچاق ډېر کمښت پیدا کړی و، علت یې دا وو چې، د ملګرو ملتونو سازمان ځينو دفترونو له اسلامي امارت سره مرسته کوله.»
دا په داسې حال کې ده چې، د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت د دغه راپور په ردولو سره وایي چې، دمګړۍ په افغانستان کې نشهيي توکي له منځه تللي دي.
له نشهيي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق اخند همکارطلوعنیوز ته وايي:«موږ دغه راپور چې، د ملګرو ملتونو له لوري خپور شوی په کلکه ردوو. موږ په ځلونو له هغوی سره له نږدې غونډې کړې دي او ورته ثابته کړې مو ده چې، د افغانستان په ټولو برخو کې د کوکنارو کښت شتون نهلري.»
دا په داسې حال کې ده چې، د اسلامي امارت مشر د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري په ۱۴ نېټه په یو فرمان کې په ټول هېواد کې د نشهيي توکو کښت او تولید منع اعلان کړ.