د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پېښور له بندخونې ۱۴ افغان کډوال ازاد شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې لمخې، دغه کسان شاوخوا ۳ میاشتې وړاندې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د ننګرهار د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له پنځلسو ورځو تر درېيو مياشتو پورې د پېښور په زندان کې بنديان وو، چې د انټرپول پوليسو له خوا د کډوالۍ نړۍوال سازمان په مرسته د تورخم فرضي کرښه کې ثبت شول.»
د کډوالو د حقونو ځينې فعالان وايي، اسلامي امارت باید په نورو هېوادونو کې د بندي افغان کډوالو د خلاصون لپاره هڅې وکړي.
د کډوالو د حقونو فعال، علي رضا کریمي و ویل: « دې وروستیو ورځو کې د پاکستان له زندانونو ۱۴ افغانان خوشې شوي دي. اسلامي امارت باید نورو هېوادونو کې د بندي افغانانو د خوشې کولو لپاره له فعال ډيپلوماټیک تعامل، حقوقي او کونسلي ملاتړ او د نړۍوالو سازمانونو د همکاریو له جلبولو کار واخلي.»
د کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ وایي: « بېلابېلو هېوادونو کې د بندي کسانو د خوشې کولو او تبادلې لپاره باید ډيپلوماټيکې خبرې وشي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې، د ایران او پاکستان په زندانونو کې یولس زره افغانان بندیان دي.