په کابل کې د چین سفارت په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه ګڼي.
د دغه سفارت سلاکار همداراز زیاته کړې چې، د افغانستان د اوسنیو مسایلو د حل لپاره تر ټولو غوره لاره سیاسي خبرې دي.
په افغانستان کې د چین سفارت سلاکار، ماچنګوانګ ویلي: (چین تل د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د خبرو او مشورې له لارې د نړیوالو شخړو د حل ملاتړ کړی او په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
د افغانستان سوله او ثبات نه یوازې د سیمې د امنیت بلکې د نړۍ د پرمختګ لپاره هم حیاتي دی.)
د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغان یار په دې اړه وايي: چین د هغو ۵ هېوادونو له ډلې دی چې په ملګرو ملتونو د ویټو حق لري. له افغانستان سره یې په تېرو درېیو کلونو کې ډېرې ښې اړیکې مدیریت کړې دي. له ټولو سیاسي ستونزو لپاره د خبرو له لارې حل لارې پیدا کیږي.
د چین سفیر زیاتوي، په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو سمه حل لاره سیاسي خبرې دي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان سره د سوله ییزې بیارغونې لپاره لا زیاتې مرستې وکړي.
په افغانستان کې د چین سفارت سلاکار: (موږ په دې باور یوو چې سیاسي خبرې د افغانستان د ستونزې د حل سمه لار ده او له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان د سوله ییزې بیارغونې لپاره لا زیاتې مرستې وکړي.)
د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې سوله او ټیکاو د سیمې په ګټه ګڼي او پر لا زیاتو همکاریو ټینګار کوی.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم و ویل: افغانستان د هغو هېوادونو لمنځه دی چې باید همکاري ورسره وشي او ملاتړ یې وشي. په افغانستان کې سوله او ټيکاو پر سیمه هم اغیز لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې چین د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو په اړه د سیمې له هېوادونو سره د خبرو په حال کې دی.