Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو ۲ کلونو کې له ایرانه نږدې ۱۸ زره بې سرپرسته ماشومان را ایستل شوي

د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، په تېرو دوو کلونو کې له ایرانه را اېستل شوي ۱۸ زره افغان ماشومان یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د مسوولینو په وینا، دغه ماشومان د ایران پولیسو له لوري د کورنیو له غړو پرته را اېستل شوي وو.

د هرات د کار او ټولنيزو چارو ریاست د شمېرو پربنسټ په تېرو دوو کلونو کې نږدې اتلس زره بې سرپرسته ماشومان له ایرانه را ایستل شوي دي.

د هرات د کار او ټولنيزو چارو رییس، میرزاد محمد منصور وايي: تقریباً زیات او کم ۱۸ زره ماشومان له پولې را اړول شوي دي. دا موږ بیا بېلابېلو ولایتونو ته استولي او بیا له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي. 

جلیل احمد یوه نیمه میاشت وړاندې له ایرانه را ایستل شوی دی.

دغه دیارلس کلن ماشوم چې تهران کې له یو خياط سره شاګرد وو، د ایراني پوليسو له لوري تر نیول کېدو وروسته څلور ورځني بند تېرولو وروسته د هرات اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته را اړول شوی وو.

د هغه کورنۍ په ایران کې ده او دا ماشوم دامهال له خپل نیکه سره په هرات ښار اوسېږي.

له ایرانه را ایستل شوی، جلیل احمد دوه وروڼه مې هم ایران کې دي. ماته یې هم و ویل که زړه دې تنګ شوی وي راشئ، که دلته کار پیدا شي بېرته بیا نه ځو.

د جلیل احمد نیکه، عبدالحی تيموري په دې اړه وايي: څلور شپې او ورځې لار وه. درې شپې ورځې خو یې بیخې ټلیفون کار نه کاوه.

بیا چې اسلام قلعه ته را ورسېده نو زنګ یې راته و وهه. بیا یې ملګرو ملتونو ته تسلیم کړی و. بیا موږ ورغلو او د کار او ټولنیزو چارو ریاست نه مو راوست.

ډېری را ایستل شوی کوچنیان د ایران پولیسو له ناوړه چلن، وهلو او ټکولو څخه شکایت کوي.

د مدني ټولنې ځینې فعالان وايي له کورنیو د ماشومانو بیلول او له هغوی سره نامناسب چلن کول د هغوی روحي او رواني وضعیت په شدید ډول زیانمنوي.

مدني فعال، سید اشرف سادات وايي: دغې چارې د زرګونو ماشومانو ژوند زیانمن کړی دی او هغوی یې له خپلو کورنیو جلا کړې دي. دا ستونزه له کلونو راهیسې روانه ده او تر اوسه مو ورته کومه حل لار نه ده موندلې، او دا کولای شي چې زموږ راتلونکې نسل لمنځه یوسي.

د هرات سیمه‌ییزو مسوولینو د شمېرو پربنسټ په ورځني ډول له دوه تر درېیو زرو تنه پورې افغان کډوال د اسلام کلا له پولې څخه هېواد راستنېږي. په ورځني ډول لسګونه بې سرپرسته ماشومان هم د را ایستلو شویو کډوالو په ډله کې دي.

شریک یي کړئ