د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د استانبول د حلال نندارتون په څنډه کې د خپلو کتنو په لړ کې دا ځل په ترکیه کې له یو شمېر افغان پانګوالو او سوداګرو سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې نورالدین عزیزي ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازم شرایط برابر شوي او له افغان پانګوالو یې غوښتي چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي ویلي: زموږ ورسره یوازنۍ خبرې دا وې چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. ځينې سوداګر خو افغانستان ته تګ راتګ لري خو ځينې چې یې نه لري د هغوی په ګټه هم ده چې راشي او افغانستان کې پانګونه وکړي.
په استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ سرپرست، محمد عظیم په دې اړه ویلي: غوښتنه مو دا ده چې خپل هېواد ته موږ او تاسې تشریف یوسو او د هېواد په ابادۍ کې، وده او پرمختګ کې فعاله ونډه واخلو. همدا راز مو له وزیر صاحب هم غوښتنه ده چې د سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي عزیزي دغه راز په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د استانبول حلال نندارتون په نړیوالو بازارونو کې د هېواد محصولاتو ته د بازار موندنې زمینه برابره کړې ده. نوموړي دغه راز ویلي چې یو شمېر ترکي پانګوالو په افغانستان کې د کانونو او کرنې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ښاغلي عزیزي زیاته کړې: ترکي شرکتونه غواړي چې د لویې پیمانې په بدل کې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې، د کانونو په برخه او نورو برخو کې پانګونې وکړي او په ټولیزه توګه غواړي چې افغانستان ته راشي.
بل پلو، یو شمېر سوداګر او د اقتصادي چارو شنونکي وايي چې ترکیې ته د صادراتو زیاتوالی او په افغانستان کې د دغه هیواد پانګونې د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
سوداګر، محبوبالله محمدي هم و ویل: ترکيه د نورو برخو ترڅنګ د ټکنالوژۍ په برخه کې د صاداراتو له پلوه مهم هېواد دی. ترکیه بیا د افغان محصولاتو او کانونو او قیمتي ډبرو، وچې میوې لپاره چې بیا یې اروپا ته ولېږدوي یو غوره بازار دی.
اقتصاد پوه، سید مسعود بیا وايي: ترکیه چې د لویدیځ او ختیځ ترمنځ د سوداګرۍ او نورو زیاتو برخو کې منځګړې ده او پان ترکیزم له پلوه هم چې کوم معنوي ارزښت لري، کولای شي د افغانستان په سوداګرۍ کې ډېر غوره رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر او د اذربایجان د اقتصاد وزارت له معین سره هم لیدلي او د سوداګرۍ د ودې او په دې برخه کې د شته ننګونو د حل په اړه یې خبرې کړي دي.