Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ۴۰ کلونو وروسته د هرات پاشدان بند کې د اوبو زېرمه کېدل

د هرات ځايي چارواکي وايي چې، د دغه ولایت په پاشدان بند کې د اوبو د زېرمه کولو بهیر پيل شوی دی. د هغوی په وینا، د دغه بند ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په وروستیو ورځو کې د باران ورښت او د سېلابونو اوبه په دغه بند کې راټلوې شوې دي.

د پاشدان اوبو بند پروژې مسوول محمد عارف اڅکزی په دې هکله وايي:«له څلوېښتو کلونو وروسته، نن دلته د اوبو د زېرمه کولو بهیر پيل شو او د ځمکې له کچې تر ۱۵ مټرو اوبه زېرمه شوي. د پاشدان بند یوه ملي پروژه ده او په دغه بند کې د اوبو زېرمه کولو بهیر پيل، د افغان ملت لپاره یو ستر ویاړ دی.»

د پاشدان اوبو بند کې د اوبو زیرمه کولو بهیر پیل ته د هرات اوسېدونکي هم خوشحاله دي. په ورځني ډول ځینې هېوادوال د اوبو د دغه بند لیدو ته ورځي.

د هرات اوسېدونکی شکېب عاطف طلوع‌نیوز ته وايي:«خلکو ته هم د کار زمینه برابرېږي او هم کولای شي هغه اوبه چې، په دغه بند کې زېرمه کېږي، د کرکېلې لپاره یې استفاده کړي.»

د پاشدان اوبو بند هرات ښار ته د نږدېوالي له امله د زرغونې سیمې پراختیا او تر ځمکې لاندې اوبو کچې پیاوړتیا برخه کې مهم رول لري.

د هرات د متخصصینو شورا رییس محمد رفیق شهیر څرګندوي:«د پاشدان بند، د سلطاني ویلې له لارې د کررنیزې ځمکې په خړوبولو او د هرات ښار په سمسورۍ کې مهم رول لري. همدارنګه دغه بند دوه مېګاواټه برېښنا تولیدوي او د ځمکې لاندې اوبو په تقویت کې هم اغېزناک رول لري. بل لور ته هرات ښار ته هم نږدې دی، دغه بند هراتیانو ته یو ښه تفریځای کېدا شي.»

د پاشدان اوبو بند د کرخ سیند پر سر د هرات ښار ختیځ پنځلس کیلومترۍ کې جوړ شوی دی. دغه بند د ۵۴ مېلیون متره معکبه اوبو زېرمه کولو، دوه مېګاواټه برېښنا تولید او د دیارلس زره هکتاره کرنیزې ځمکه خړوبولو وړتیا لري. په پام کې ده چې تر راتلونکو څو میاشتو پورې دغه بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هرات ځايي چارواکو په وینا، د دغه بند ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

شریک یي کړئ