په اسلاماباد کې د اسلامي امارت سفارت، د پاکستان د حکومت پر ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو حضور ردوي.
دغه سفارت د پاکستاني چارواکو پر وروستیو څرګندونو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، افغان وګړي نهغواړي چې، د دغه هېواد په سیاسي سیالیو کې دخیل شي.
په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب وايي، په پاکستان کې د لنډ مهالي حکومت له جوړېدو راهیسې په دغه هېواد کې افغان کډوال له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي او له همدې امله هغوی نهغواړي چې، په سیاسي چارو کې ښکېل واوسي.
هغه په دې هکله وویل:«افغان کډوال چې، دلته اوسېږي، هغوی هېڅکله د پاکستان په سیاسي چارو کې، تنظیمونو کې سیاسي جلسو کې کار نهلري، په جرمونو کې کار نهلري او خپل ژوند کوي. کهچېرې یو کس ثابت شوی وي، چېرته څه مسئله وي، هغه د هغوی فردي جرم بلل کېدای شي. د هغه لپاره قانوني لارې شته. »
سردار احمد شکېب زیاتوي، دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو تر منځ د بېباورۍ فضا لاپسې پراخوي.
ښاغلی شکېب د پاکستان له حکومته غواړي چې، د بېباورۍ فضا له رامنځته کېدو چې، ورسره په دغه هېواد کې افغان کډوال ځورول کېږي او یا هم په زوره اېستل کېږي، مخنیوی وکړي.
په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست په دې هکله وايي:«موږ یوځل بیا له پاکستاني چارواکو څخه غواړو چې، دغسې فضا رامنځته نهشي، دا د پاکستان په ګټه هم نهدی او د کډوالو لپاره هم تکلیف دی، د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ بېباوري نوره هم زیاتوي، افغانان چې، دلته کاروبار کوي، څوک مزدورۍ کوي هغوی هم په اندېښنه کې دي.»
له دې سره سم، په پاکستان کې مېشت ځينې افغان کډوال د دوی پر وړاندې د محدودیتونو له ډېرېدو خبر ورکوي.
پاکستان کې خبریال میرویس خاورین په دې هکله وايي:«افغان کډوال تل د پولیسو لخوا ځورول کېږي. په داسې حال کې چې، اسناد یې بشپړ دي او په اسنادو کې یې کومه ستونزه هم نهلري.»
تر دې مخکې د پاکستان رسنیو ادعا کړې چې، د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو د دولت پر ضد لاریونونو کې ځينې افغانان هم د پولیسو له لوري نیول شوي دي.