Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ژمي کې د افغان کورنیو د ستونزو په تړاو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری

د خوړو نړۍوال پروګرام د یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي چې، په افغانستان کې د ژمي موسم له رانږدې کېدو سره، له هرو څلورو کورنیو، یوه هغه به د کافي خوړو د تامین لپاره، له ستونزو سره مخ وي.

دغه بنسټ ټينګار کوي چې، مېلیونه افغانان له جدي ننګونو سره مخ دي او د نفوس یو پر څلورمه برخه د ژوند د دوام لپاره د کافي خوړو د تامین وس نه‌لري. 

د خوړو د نړۍوال پروګرام د راپور له مخې، تر راتلونکو شپږو میاشتو په افغانستان کې د اړمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره ۶۸۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

له دې سره سم، اقتصاد وزارت په هېواد کې د فقر د راکمېدو په برخه کې د خوړو د نړۍوال پروګرام مرستې اغېزناکې ګڼي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل:«د خوړو له نړۍوال پروګرام او مرستندویه بنسټونو غواړو چې، اړمنو افغانانو ته د مرستو د زمینې د برابرولو ترڅنګ، افغانانو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي او په پراختیايي پروژو کې ونډه واخلي.»

له دې سره سم، د کابل ځينې اوسېدونکي هم په ژمي موسم کې د بې وزلو کورنیو ژوند اندېښمنونکی ګڼي او هغو ته د مرستو پر رسولو ټینګار لري.

د کابل اوسېدونکی صفي‌الله طلوع‌نیوز ته وايي:«مرستې وکیل ته ورکول کېږي او هغه هم دغه مرستې پر خپلو خپلوانو وېشي او بې‌وزله خلکو ته نه‌رسېږي.»

د چارو ځينې شنونکي هم له بې وزلو کورنیو سره د نړۍوالو بنسټونو مرستې د لنډ مهال لپاره مهمې ګڼي؛ خو زیاتوي، که دغه مرستې پر بنسټیزو پروژو ولګول شي؛ نو خلکو ته به د کاري زمینې له برابرېدو سربېره د افغانستان اقتصاد هم وغوړېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی احمد فردوس بهګزین طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرې د خوړو او روغتیا په برخه کې په زیاته اندازه مرستې وشي، په هماغه اندازه موږ کولای شو چې، د دغه ناورین منفي اغېزې کمې کړو او سازمانونو ته قناعت ورکړو چې، پر بېخ‌بناوو کار وکړي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې مخکې هم د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو چې، په روان زیږدیز کال کې یې په افغانستان کې له شاوخوا ۱۰ اعشاریه ۵ مېلیونه کسانو سره د یوې اندازې خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې کړې دي.
 
شریک یي کړئ