Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې له شته امنیته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست رضایت

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني په غزني ولایت کې په یوه سیمینار کې، د امنیتي ځواکونو نېک تعامل، ښه اخلاق او اطاعت په هېواد کې د امنیت د ټینګښت له لاملونو ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست چې، د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د ظرفیت لوړونې په سیمینار کې یې وینا کوله همدارنګه ویلي هغه کسان چې، ځان له خپل وظیفوي مسوولیته لوړ ګڼي، باید درک کړي چې، مسوولیت یو امانت دی.

خلیفه سراج الدین حقاني، په هېواد کې د امنیت له ټینګښته ډاډ دومره دی چې، له هېواده بهر د افغانستان د امنیت مثال ورکول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي:«اطمینان دومره زیات دی چې، له هېواده بهر د افغانستان امنیت مثالي امنیت بلل کېږي، وجهه يې ښه تعامل، ښه اخلاق دي، دلته د امنیتي ځواکونو له لوري ښه تعامل او اطاعت روان دی.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کوي چې، مسوولیت باید په سم ډول ادا شي؛ ځکه چې، مسوولیت یو امانت دی او مسوولین باید ځواب ویونکي واوسي.

سراج الدین حقاني وايي:«د دې لپاره چې، خپل مسوولیت کې غفلت، بې پروايي ونه‌کړي، مسوولیت باید په سمه معنا سره ادا شي، ډېر خلک ځان تر مسوولیت لوړ ګڼي، که هر څومره لوړ شي، مسوولیت یو امانت دی، څوک چې چاته امانت ورکړي، د دې امانت حق ادا کولو حساب او کتاب ورکوونکی دی.»

ورته مهال، د غزني امنیه قومندانۍ مسوولانو په سیمینار کې ډاډ ورکړی چې، خپلې دندې به مسلکي او اخلاقي معیارونو ته په پام سره اجرا کړي.
 
شریک یي کړئ