د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې، په متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان کې نږدې ۴زره افغانان بندیان دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي چې، دغه هېوادوال په دغو هېوادونو کې، په بېلابېلو جرمونو نیول شوي، د هغوی د خلاصون او هېواده ته یې د دوسیو د رالېږدولو لپاره هڅې روانې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند په دې هکله زیاته کړه:«په عربي هېوادونو کې کابو ۴ زره تنه بندیان لرو چې، په بېلابېلو جرمونو بندیان شوي دي. د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې، دغه کډوال ازاد کړي او دوسیه یې افغانستان ته ولېږدول شي. همدارنګه موږ له ایراني چارواکو سره وخت او ناوخته کتنې کړې دي او توانېدلي یو چې، ۴ زره بندیان افغانستان ته ولېږدوو.»
افغان کډوال د عربي هېوادونو سربېره، ځينې افغانان دمګړۍ په ګاونډیو هېوادونو کې هم بندیان دي او هېواد ته د دغو بندیانو د رالېږد لپاره هڅې روانې دي.
بلخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې، په تېر یوه کال کې ۵ زره او ۷۰۰ افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې ازاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي.
د سیاسي چارو شنونکی یوسف امینځاځی طلوعنیوز ته وايي:«حکومت ځينې مکلفیتونه لري؛ یو له مهمو مکلیفتونو څخه یې دا دي چې، له هېواده بهر، له خپلو وګړو او د خپلو وګړو له حقونو باید دفاع وکړي. ټول شرایط لکه د مدافع وکیل لرلو اسانتیا ته زمینه برابره کړي، موږ سفارتونه لرو او باید دغه کار وکړي.»
د نظامي مسایلو کار پوه هادي قریشي هم څرګندوي:«له ډپيلوماټیکو لارو باید د هېوادونو ترمنځ مذاکره وشي او ورته مهال، د کډوالو چارو او د بهرنیو چارو وزارتونه په دې هکله پرېکړه وکړي چې، بندیان له هغې ځایه ازاد او افغانستان ته وسپارل شي.»
له دې مخکې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسلګرۍ ویلي وو چې، په دوو وروستیو کلونو کې، څه باندې ۴ زره افغانان یې د پاکستان له بندخونو ازاد کړي دي.