Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د سولې او بیارغونې لپاره د چین او منځنۍ اسیا هېوادونو هوکړه

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، د چین او منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزایرانو په پنځمه غونډه کې ویلي چې، بي‌جینګ او د منځنۍ اسیا هېوادونو هوکړه کړې چې، له افغانستان سره سولې، ټیکاو ته د رسېدو او بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په وینا، ښاغلي یي په دغې غونډه کې ټينګار کړی چې، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو هوکړه کړې چې، له ترهګرۍ، وېش غوښتنې، افراط پالنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنیو د لاسوهنې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.

ښاغلی جیان په دې هکله وايي:«موږ باید د نړۍوال امنیت د نوښت پر بنسټ فعالانه عمل وکړو، د ترهګرۍ، افراط‌ پالنې او وېش غوښتنې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړو، د منځنۍ اسیا د هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنیو ځواکونو د لاسوهنې او په دې سیمه کې د ګډوډۍ رامنځته کولو له هڅو سره مخالفت وکړو او له افغانستان سره مرسته وکړو چې، ژر تر ژره سولې، ټيکاو ته ورسېږي او بیا ورغول شي.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې، تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي و چې، د دغه هېواد د هڅو په پایله کې داسې اجماع رامنځته شوې چې، نړۍواله ټولنه باید له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.  

 د سیاسي چارو شنونکي ادریس محمدي ځاځي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«چین هڅه کوي چې، وکړای شي د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو بهیر پیل کړي، وکړای شي هغه مجهول ټکي چې، د افغانستان په اړه موجودې دي او نړۍواله ټولنه هغې وېره لري، حل کړي.» 

د سیاسي چارو بل شنونکی جنت فهیم چکري  هم وايي:«د مرکزي اسیا هېوادونه چې، پنځه هېوادونه دي، د روسیې د سیاست تر اغېز لاندې دي او تر هغې چې، روسیه ورته امر ونه‌کړي، هېڅکله په خپلواکه توګه عمل نه‌شي کولای.»

چین له هغو لومړیو هېوادونو دی چې، په بي‌جینګ کې یې په رسمي توګه د سرپرست حکومت سفیر ومانه او تر دې وړاندې په کابل کې، د چین سفیر ویلي و چې، چین له سرپرست حکومت سره لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو ته چمتو دی. 

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي و چې، د دغه هېواد د هڅو په پایله کې داسې اجماع رامنځته شوې چې، نړۍواله ټولنه باید له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.  

شریک یي کړئ