د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي چې، د افغانستان سرپرست حکومت له هند سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دي. نوموړی زیاتوي چې، د سرپرست حکومت او د نورو هېوادونو ترمنځ باید مهمې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې موجودې وي.
ښاغلی تکل زیاتوي، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د باور پر بنسټ د ټينګو اړیکو غوښتونکی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د هند په ګډون د سیمې له نورو هېوادونو سره، له نړۍوالو هېوادونو سره غواړي چې، پراخې اړیکې ولري، ترمنځ یې د باور فضا حاکمه وي. په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې مهمې ښکېلتیاوې او تعاملات ولري.»
د ښاغلي تکل دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې، د هند سنډې ګارډين ورځپاڼې د اسلامي امارت د چارواکو له قوله لیکلي و چې، اوس له کابل سره د نوي ډيلي د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مناسب وخت دی چې، په افغانستان کې د پاکستان نفوذ کم شي.
د نړۍوالو چارو کارپو بلال عمر طلوعنیوز ته وايي:«هند د افغانستان لپاره یو ډېر ستر سټراټېژيک شریک و. ښې سوداګریزې او کلتوري اړیکې یې لرلې، زموږ یو ګڼ شمېر زدهکړیالانو هلته زدهکړې کولې او ځينې افغانان هم هلته مېشت دي، نو د اړیکو عادي کول کولای شي چې، د هند او پاکستان په ګټه وي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ وايي:«هند او پاکستان په افغانستان کې، له پخوا نه یو رقابتي حالت غوره کړی دی، اوس فکر نهکوم چې، پاکستان د هند د اړیکو ونیسي چې، له افغانستان سره څنګه اړیکې غوره کوي، نو فکر کوم د دې وخت رارسېدلی چې، د سیمې ټول هېوادونه که هند وي، که چین وي یا نور هېوادونه وي باید له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.»
تر دې وړاندې د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند ځانګړي استازي جيپيسنګ په مشرۍ د دغه هېواد یوه پلاوي کابل ته په خپل سفر کې د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له سرپرستانو سره په کتنو کې، د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د اړیکو پر ښه کېدو خبرې کړې وې. چې، له دغې کتنې وروسته د هند په ممبي ښار کې د افغانستان سرکونسل خپل کار پیل کړ.