Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

معلولیت لرونکي کسان: زموږ ستونزو ته دې رسېدنه وشي

د ډسمبر درېیمه نېته چې، د معلولیت لرونکو کسانو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، په دغې ورځ په هېواد کې ځينې معلولان، د دوی ستونزو ته رسېدنې غوښتنه کوي.

بلخوا یوناما هم د دغې ورځې په مناسبت له اسلامي امارته غوښتي چې، د هېواد په پایدونکي پرمختګ کې، د معلولانو ونډه په رسمیت وپېژني.

راضیه چې، د خپلو حقوقو د اخیستو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته راغلی د طلوع‌نیوز خبریالې ته یې ویلي چې، د کورنیو جګړو پر مهال په ۹ کلنۍ کې پر پښه د چرې د لګېدو له امله معلوله شوې ده.

 راضیې د خپل ژوند د ستونزو او ننګونو په هکله وویل:«همدا اوس په کور کې د سون توکي نه‌لرم. د کور کرایه راباندې ده. دوه ځلې وشو چې، ټکسي نیسم او راځم، تراوسه یې زموږ د درې لومړیو میاشتو حقوق یې راکړي دي؛ خو د درې نورو میاشتو پاتې دي.»

بل معلول کس الله محمد هم وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې، له معیوبينو سره مرسته وکړي. معاش یې زیات کړي؛ ځکه معاش یې کم دی. زموږ د میاشتې دوه زره افغانۍ معاش دی.» 

له دې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي چې، په افغانستان کې معلولیت لرونکي کسان لا هم د زده‌کړو، کارموندنې، روغتیایي مراقبتونو او ټولنیز مشارکت په برخو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي او هغه ښځې او نجونې چې، معلولیت لري، تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي.
  
یوناما په دې اعلامیه کې له اسلامي امارته غوښتي چې، د هېواد د پایېدونکي پرمختګ لپاره د معلولیت لرونکو کسانو ونډه په رسمیت وپېژني او هغوی د تصمیم نیولو، پالیسۍ جوړولو او ټولنیز مشرتابه په لومړۍ کرښه کې راولي.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي:«موږ پر حاکمو چارواکو غږ کوو چې، له معلولیت لرونکو وګړو څخه ملاتړ وکړي او د افغانستان د دوامداره پرمختګ لپاره د معلولیت لرونکو ونډه په رسمیت وپېژني.»

بل پلو، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر هم له معلولیت لرونکو کسانو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، په هېواد کې معلولان روغتیایي او اړینو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.  

په افغانستان کې اروپايي ټولنه زیاتوي:«اروپایي ټولنه د معلولیت لرونکو کسانو په نړۍواله ورځ په افغانستان کې له معلولیت لرونکو کسانو خپل دوامداره ملاتړ تاییدوي. هغوی روغتیایي او اړینو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هم وایي چې، په روان کال کې ۱۶۸ زره کسانو خپل ۹ میاشتني حقوق ترلاسه کړي او پاتې کسانو ته به هم ژر خپل حقوق ورکړل شي.
  
د دغه وزارت ویاند فیصل خاموش  وایي، شاوخوا ۱۱ زره هغه کسان چې، د دغه وزارت له قوانینو سره برابر نه‌وو، یا یې اسناد نیمګړي وو، د دغه وزارت له لیسته ایستل شوي دي.  

  فیصل خاموش په دې هکله زیاتوي:«په ټولیزه توګه شاوخوا ۱۱ زره معلولان شامل وو، هغه خلک وو چې، زموږ د طرحې او قانون ته برابر نه‌وو. یا دا چې، په فورمه کې یې غلطي شوې وه، د تصفیې ټیم تللی، کور، کلي ته ورغلی دی هلته یې پوښتنه شوې؛ خو حقیقت بل ټول راوتلی.»

بل خوا، د روغتیا وزارت د معلولانو د بیا رغونې د روغتون رییس هم د هېواد په کچه له معلولیت لرونکو کسانو سره د همکارۍ د هڅو د دوام خبره کوي او زیاتوي چې، هڅه کوي د هېواد په زونونو کې هم خپل مرکزونه پراخ کړي.

 د معلولینو د بیا رغونې روغتون رییس عبدالهادي صدیقي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«پلان لرو چې، خپل فعالیتونه د هېواد ولایتونو ته پراخ کړو. د بیا رغونې روغتون څانګې لږ تر لږه باید د زونونو په کچه موجود وي.»

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې ۱۸۹ زرو ۶۳۵ معلولیت لرونکي کسان شته.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي چې، په افغانستان کې معلولیت لرونکي کسان لا هم د زده‌کړو، کارموندنې، روغتیایي مراقبتونو او ټولنیز مشارکت په برخو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

شریک یي کړئ