د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، تر دا مهاله په دغه ولایت کې ۱۵۰ تاریخي او لرغونې سیمې پېژندل شوي.
د مغاره کله په نوم د بامیان ښار شاوخوا پنځلس کیلومترۍ کې د فولادي درې غره پر سر موقعیت لري.
دغې سمڅې ته د انسان بدن هډوکو او په ځانګړي ډول د کوپړيو هډوکیو شتوالي د سیلانیانو پام ور اړولی دی.
ددې سیمې اوسېدونکي وايي، د پېړیو په تېرېدو سره لاهم په دې سمڅه کې د انسان د کوپړیو او بدن نور هډوکي شته چې په اړه یې هېڅ ډول کره معلومات نلري.
د بامیان د فولادي درې اوسېدونکی، محمد حسین وايي: دلته یوه غار د "کله غار" په نوم شتون لري چې وایي څلوېښت دروازې لري او په دریمه او څلورمه دروازه کې یې ډېرې کوپړۍ موندل کېږي.»
د دې سیمې اوسېدونکي له خپلو پخوانیو مشرانو روایت کوي، چې له دغه ځایه به د زندان په توګه ګټنه کېده او لاهم دې سمڅو کې د پخوانۍ زمانې د بندیانو هډوکي لېدل کېږي.
د بامیان اوسېدونکی، کریم داد بیا په دې اړه وايي: وایي چې په تېرو وختونو کې دا ځای زندان و او احتمال شته چې یوه جګړهییزه سیمه وه.»
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، تر دامهاله په دغه ولایت کې ۱۵۰ تاریخي او لرغوني ځایونه پېژندل شوي چې له ډلې یې ۱۱۰ ځایونه ثبت کړي دي.
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو مدیر، عبدالله بیګزاد وايي: «موږ شاوخوا ۱۵۰ باستاني او تاریخي سیمې پېژندلي دي، چې له هغې جملې ۱۱۰ ثبت شوي او پاتې نورې لا هم نه دي ثبت شوې.»
په وروستیو کلونو کې د بامیان تاریخي او طبیعي سیمو د عاید راټولولو په برخه کې بنسټیز نقش درلود.
د بامیان ځینې اوسېدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې ددغو لرغونو او طبیعي سیمو بیارغولو او ساتنې ته پاملرنه وکړي.