Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اقتصادي ننګونې؛ د بدخشان په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو د راکمېدو لامل

بدخشان کې د خصوصي رسنیو ځینې مسوولین او په ځانګړي ډول ښځې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې ډېری کارکوونکي اوس مهال بې دندو دي.

د دوی په خبره که اقتصادي ستونزو ته یې رسېدنه و نه شي، مجبور دي چې خپلې رسنۍ وتړي.

د صدای بانو راډیو په بدخشان کې د ښځو یوه ځانګړې خصوصي رسنۍ ده، چې له یوې لسیزې راهیسې د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې فعالیت کوي.

بدخشان کې د یوې خصوصي رسنۍ مسووله، نجلا شېرزاد په دې اړه وايي: «تقریباً ۱۸ نجونو دلته فعالیت کاوه. د بودیجې د نه شتووالي له امله، ځینې یې له کار کولو پاتې شوې او اوس مهال یوازې اووه نجونې دلته زموږ سره دي.»

«د یوې خصوصي رسنۍ بله کارکوونکې، فایزه مزین هم وايي: یوازینۍ ستونزه چې موږ دلته ورسره مخ یو، د بودیجې او ملاتړي نشتوالی دی. زما په نظر، رسنۍ په یوه ټولنه کې بنسټیز رول لري او د خلکو غږ دی.»

بل پلو د ښځو دې ځانګړې خصوصي رسنۍ ځینې کارکوونکي وايي، له پنځو میاشتو راهیسې يې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې د ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د یوې خصوصي رسنۍ کارکوونکې، ارشین هم و ویل: که رسنۍ ملاتړ ترلاسه نه کړي، هغه غږ چې باید ټولنې ته ورسیږي، نه رسېږي.»

خو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، دغه ولایت کې د رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو حل په موخه به هڅې وکړي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس، ذبیح الله امیري بیا وايي: «د دې ستونزو د حل لپاره، موږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین بدخشان ته راوغوښت او هغه ستونزې مو ورسره شریکې کړې چې د رسنیو پر وړاندې خنډ وې.»

اوس مهال په بدخشان کې دوه انځوریزې او لس غږیزې رسنۍ فعاله دي، چې له دې ډلې دوه هغه یې د مېرمنو له لوري اداره کېږي او شاوخوا ۴۵ ښځینه او ۷۳ نارینه کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.

بدخشان کې دوه انځوریزې او لس غږیزې رسنۍ فعاله دي، چې له دې ډلې دوه هغه یې د مېرمنو له لوري اداره کېږي او شاوخوا ۴۵ ښځینه او ۷۳ نارینه کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.

شریک یي کړئ