د اسلامي امارت د کابینې او د سیاسي کمېسیون ځینو غړو د اسلامي امارت له مشر سره د بېلابېلو مسایلو په تړاو د خبرو اترو په موخه کندهار ته تللي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې، د اسلامي امارت مشر په دغې غونډه کې، د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون د سیاسي کمېسیون له غړو سره د حکومتوالۍ پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«مشران کله کندهار ته رابلل کېږي. مشرتابه هغوی د ځينو مشورو او اقداماتو لپاره راغواړي. محترم مولوي عبدالکبري او ځينې وزیران د ځينو موضوعګانو د تعقیبولو لپاره غوښتل شوي او لازمې لارښونې به ترلاسه کړي.»
تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د چنګاښ په ۲۵مې نېټې په کندهار کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو له سرپرستانو سره په کتنه کې دغو چارواکو ته د ښه امنیت د ټینګښت لارښونه کړې وه.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر د کابینې له غړو سره د اسلامي امارت د مشر کتنې په هکله وايي:«د افغانستان له حکومت سره چې، د اسلامي امارت مشر هر څومره په اړیکه کې وي او پر حیاتي او بنسټیزو مسایلو بحث وکړي او د هغو په هکله پرېکړې وکړي، په هماغه اندازه د افغانستان د خلکو په ګټه پرېوځي، په ځانګړې توګه د ښوونځیو، پوهنتونونو او د ښځو کار ته.»
د سیاسي چارو شنونکي معین ګل څمکنی هم وویل:«حتماً ځينې مسئلې شته چې، پرې بحث کېږي او په دا ډول غونډو کې د نړۍ او ګاونډیو هېوادونو پر غوښتنو بحث کېږي او همدارنګه باید تابیاوې ونیول شي.»
تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر شیخهبتالله اخندزاده څو ورځې مخکې، د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د خپل سفر په لر کې د دغې ولسوالۍ نظامي او ملکي مسوولانو ته سپارښتنه کړې وه چې، له اختلافونو ډډه وکړي او خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي. د اسلامي امارت مشر دغهراز دیني عالمانو ته هم لارښوونه کړې وه چې، د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د قانون په پلي کېدو کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.