د ډسمبر څلورمه د جاپاني الاصله افغان خدمتګار ډاکټر ټټسو ناکامورا له پنځم تلین سره برابره ده. پنځه کاله مخکې په همدې ورځ ناپېژاندو وسلهوالو د جلال اباد ښار په زړه کې ټیټسو ناکامورا په ډزو وواژه.
د کونړ له سینده بېل شوی د مروارید کانال چې، ۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري او پرمټ یې زرګونه هکتاره ځمکه خړوبېږي. دغه کانال شاوخوا دوه لسیزې وړاندې جاپاني الاصله افغان ډاکټر ټیټسو ناکامورا له لوري جوړ شوی دی.
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د مروارید کانال جوړېدو دې ولسوالۍ کې د وچکالۍ له منځهوړلو سربېره للمي ځمکې پر اوبیزو ځمکو بدلې کړې.
ننګرهار کې کروندګر سلیم خان طلوعنیوز ته وايي:«ناکامورا موږ ته یو کانال جوړ کړ چې، د هغه پایله کې ډېرې دښتې او میرې اباده شوې. خلکو له دښتو بڼونه جوړل کړل.»
د ننګرهار اوسېدونکی شاهد خان هم څرګندوي:«هغه ښوونځي، پارکونه او نهرونه جوړل کړل. ډېرې ځمکې له هغو کانالونو خړوبېږي. له دې مخکې یې اوبه نهلرلې؛ خو اوس له هغو ځمکو حاصلات ټولېږي.»
ځايي خلک له سرپرست حکومت او د جاپان له حکومته د ډاکټر ناکامورا ټولګټو پروژو د دوام غوښتنه کوي.
د ننګرهار اوسېدونکي لعل محمد وویل:«د افغانستان له اسلامي امارت او جاپان حکومته غواړو چې، د ناکامورا پروژې تعقیب کړي او د هغه عملي کارونه بیا پيل شي.»
ورته مهال سیمهییز مسوولان په ننګرهار کې کورنیو او بهرنیو بنسټونو ته د ټولګټو پروژو د پلي کېدو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وايي:«موږ د ناکامورا خدمتونه ستایو او ملاتړ یې کوو. د جاپان له حکومته په جدي توګه غواړو چې، د ناکامورا نیمګړۍ پروژې بشپړې کړي او له هغو کسانو سره چې، د ناکامورا په څېر خدمتونه کوي، په افغانستان کې مرسته وکړي.»
که څه هم د تېر حکومت پرمهال د نوموړي وژنې قضیې او وژونکو نیولو په برخه کې پرمختګ نهوو شوی؛ خو د جاپان حکومت د نوموړي پروژو ته دوام ورکړی وو.