Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برښنا شرکت رییس ترکمنستاني چارواکو سره د برښنا قرارداد پر غځولو خبرې کړي

د افغانستان برښنا شرکت اجرایوي رييس ترکمنستان ته په سفر کې د دغه هېواد د برښنا او ټاپ پروژې له ريیسانو سره کتلي دي.

د برښنا شرکت ویاند حکمت میوندي وایي، دغه کتنه کې د ټاپ پروژې او د ۲۰۲۵ زېږیز کال لپاره له ترکمنستانه د وارداتي برښنا د قرارداد غځولو په اړه خبرې شوې دي.

حکمت مېوندي و ویل: « د دغه سفر موخه دا ده چې، ۲۰۲۵ زېږیز کال لپاره د ترکمنستان وارداتي برښنا قرارداد و غځول شي او دغه راز د ټاپي پروژې، انرژۍ او دوه اړخیزو همکاریو په تړاو پکې خبرې شوې دي.»

دا مهال د ارغندي پر ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټېشن پروژې چې له ترکمنستانه به کابل او څېرمه ولایتونو ته زر میګا واټه برښنا لېږدوي، کار روان دی. 

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د برښنا د واردولو او له کورنیو سرچینو د انرژۍ د تولید په برخه کې د زیاتو پروژو پلي کول د برښنا په زیاتوالي کې مهم رول لري.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رشتیا وایي: « دې شرایطو کې هېواد ته د انرژۍ وارداتو په په تړاو له ګاونډیو هېوادونو سره لیدنې ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه اوسنیو شرایطو کې موږ د انرژۍ وارداتو ته اړتیا لرو خو راتلونکي کې افغانستان باید د انرژۍ د تولید له اړخه پر خپل پښو ودریږي.»

د برښنا شرکت پخواني رییس امان الله غالب و ویل: « اوس وختونو کې د برښنا په برخه کې هم مطالعات او قانون او تګلارې یې شته؛ دغه راز د اسلامي امارت هم یوه روښانه تګلاره لري چې غواړي پلي یې کړي او کولای شي د انرژۍ، اوبو، باد، لمر او یا ګاز په برخه کې پانګونه وکړي.»

افغانستان د برښنا د تولید په برخه کې د اوبیزو، لمریزو، بادي او حرارتي سرچینو له شتون سره سره له ۱۵۰۰ تر دوه زره میګاواټه برښنا ته اړتیا لري خو د برښنا لویه برخه د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردوي.
 
تر دې وړاندې د برښنا شرکت اجرایوي رییس له طلوع‌نیوز سره ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې دمګړۍ په هېواد کې ۹۶۰ میګاواټه برښنا شته چې، له ۳۵۰ تر ۴۰۰ میګاواټه یې له کورنیو سرچینو تولیدېږي.

شریک یي کړئ