Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې د ۱۲ نورو افغان کډوالو اعدامېدل

د ایران د بشري حقونو سازمان په تېره یوه میاشت کې په ایران کې د ۱۲ نورو افغانانو له اعدامېدو خبر ورکوي.

دغه سازمان همداراز زیاتوي چې دغه کسان د ایران په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور یوه برخه کې راغلي: ( تېره میاشت د ایران په بېلابېلو زندانونو کې د ۱۲ افغان وګړو، ۴ ښځو، یو یهودي-ایراني وګړي او یو ذهني معلول په ګډون لږ تر لږه ۱۴۴ کسان اعدام شول.)

د کډوالو د حقونو چارو فعاله، اصفه ستانکزۍ بیا وايي: په کوربه هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه باید د ډيپلوماټيکي خبرو اترو زمینه برابره کړي. په ځانګړې توګه هغوی بندیانو ته ډېره پاملرنه وکړي چې د وکیل نیولو لپاره پېسې نه لري او یا یې خپلوان نشته چې دوسیو ته یې رسېدنه وکړي.

په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان وايي چې باید په ایران کې د افغان وګړو د اعدام د څرنګوالي په اړه څېړنه وشي او قانوني بنسټونو ته د هغوی د لاسرسي ډاډ ورکړل شي.

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر هم په دې اړه وايي: هغه افغانان چې په ایران کې په اعدام محکومیږي، باید په تهران کې د اسلامي امارت سفارت خبر کړي څو د هغوی لپاره مدافع وکیل ونیول شي او حقونو ته رسېدنه وشي، له دې پرته د افغانانو اعدامول غیر قانوني، غیر بشري او غیر اخلاقي کار دی.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، جنت فهیم چکري هم بیا وايي: له ایرانه افغانستان ته د بندیانو د رالېږدولو بهیر پیلیږي او تر هغې چې دا بهیر نه وي پیل شوی، پکار نه دی چې ایران دې افغان کډوال مجازات او یا اعدام کړي. که دا کار کوي دا ښکاره ظلم او زیاتی دی.

تر دې مخکې د ایران د قضاییه قویې د نړیوالو چارو مرستیال ویلي وو چې په دغه هېواد کې د بهرنیو زندانیانو نږدې ۹۵ سلنه افغانان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په ۲۴ نېټه یو ایرانی پلاوی د دواړو هېوادونو د بندیانو د وضعیت په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغی.

د ایران د بشري حقونو سازمان همداراز زیاتوي چې دغه کسان د ایران په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

شریک یي کړئ