د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او همداراز د اغېزو د راکمېدو لپاره د اروپايي ټولنې له ۱۵ میلیونه یورويي مرستو خبر ورکړ.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال، هارالد منهارت وايي: (د خوړو نړیوال سازمان غواړي له اروپايي ټولنې مننه وکړي چې له هغو افغان کورنیو سره مرسته کوي چې کافي خواړه نه لري. زموږ د پروګرامونو له لارې له هغو کورنیو سره چې سمدستي خوراکي توکو ته اړتیا لري مرسته کوو، موږ د ټولنو ملاتړ کوو ترڅو د اقلیمي بدلون پر وړاندې اوږدمهاله انعطاف رامنځته کړي، کوم چې نږدې او د پېښېدو په حال کې دی.)
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مسوولینو ویلي، دغه ټولنه له افغان ولس سره مرستو ته ژمنه ده.
د اروپايي ټولنې د همکار پلاوي رییس زیاته کړه چې اروپايي ټولنه دمګړۍ په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو لپاره په ښه توګه د رسېدنې په اړه د څیړنې په حال کې ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د همکار پلاوي رییس، اریک بیوم هم وايي: (اروپايي ټولنه خوښ ده چې په افغانستان کې د خوړو له نړیوال سازمان سره خپله ملګرتیا پیاوړې کوي، په ځانګړې توګه د دغه هېواد له خلکو سره د مرستې په برخه کې. موږ له څه مودې راهیسې په ګډه دا کار کوو. موږ په دې لټه کې یو چې څنګه وکولای شو په افغانستان کې اقلیمي بدلون ته د رسېدو لپاره ښه کار وکړو، دې ته په پام چې څنګه کولی شو د نارینه وو او ښځو په ملاتړ د ټولنې ملاتړ پیاوړی کړو.)
د ارزګان يو شمېر اوسېدونکي چې د وروستيو سېلابونو له امله له خپلو کورونو بې ځايه شوي وايي چې د سیلابونو له امله یې خپل ټول شته له لاسه ورکړي او بشري مرستو ته اړتيا لري.
دوی وایي، تر اوسه هیڅ بنسټ مرسته نه ده ورسره کړې.
د ارزګان اوسېدونکی، صدیق الله وايي: د وطن خلکو ته یې دومره تاوانونه ورسول چې ډېر زیات. د خلکو ځمکې یې ټولې یوړلې، ځمکې یې ورته تر نیمایي زیاتې وړې دي.
د ارزګان یو بل اوسېدونکی، عید محمد په دې اړه وايي: ارزګان کې چې سیلابونه راغلل، د خلکو جایدادونه یې یوړل او باغونه یې یوړل، ځمکې او مالونه یې ترې یوړل. موږ سره په ارزګان کې هیڅ مرسته نه ده شوې. موږ غواړو چې له موږ سره مرسته وشي.
اقتصاد وزارت وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون په ځانګړي ډول وروستیو سیلابونو او وچکالیو له امله ځپل شوی او د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري په ډاګه کړه: افغانستان په وروستیو کلونو کې له اقلیمي بدلونونو ډېر اغېزمن شوی دی. دوه پېښې چې سیلابونه او وچکالي ده، دا رامنځته شوي دي. موږ په دغه برخه کې د نړۍوالې ټولنې د مرستو او همکارۍ غوښتوونکي یو.
د خوړو نړۍوال پروګرام د معلوماتو لمخې، په روان هجري لمريز کال کې د سېلابونو له امله څه باندې ١٦٠ زره کسان زيانمن شوي او شاوخوا ٢٠ زره کورونه او زرګونه هکتاره کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.