د ناروې بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانستان سره اړیکې محدودوي او د اسلامي امارت نوی سفیر نه مني.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ناروې د هېوادونو ترمنځ اړیکو لپاره نړۍوال قوانین بنسټ بولي او د دغو قوانینو لمخې کولای شي د اسلامي امارت سفیر رد کړي.
د ناروې بهرنیو چارو وزیر، ایسپن بارت اېدي ویلي: « موږ طالبانو ته ویلي چې موږ به نوی افغان سفیر ونه منو، موږ له افغانستان سره اړیکو ته اړتیا لرو او افغانستان لپاره زموږ ژمنتیا دوام لري. خو موږ ډیپلوماټیکې اړیکې محدودوو.»
ایسپن بارت اېدي دغه راز ویلي، ناروې به هم افغانستان ته کوم سفیر وانستوي.
دغه خبرپاڼه چې پاریس کې د ناروې سفارت له لوري خپره شوې، پکې راغلي چې، دغه وزارت به ناروې، ډنمارک او ایسلنډ کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو وړاندې کولو او د سفارت د نورو چارو د پرمخ وړلو لپاره هڅې کوي.
د ناروې بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پرېکړه یې افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې په غبرګون کې کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي: « ناروې طالبانو ته چې اوس پر هېواد واکمن دي، تل ویلي چې د افغانانو د بشري حقونو پاملرنه وکړي. دې وروستیو چې په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو تازه بندیزونه لګېدلي دي. له دې امله ناروې له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې محدودوي.»
تر دې وړاندې ناروې کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کوربه هېواد په غوښتنه یې د سپټمبر په ۱۲مه اوسلو کې د افغانستان سفارت تړلې دی.