Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان نجونو پر مخ د طبي انسټیټونو تړلو په اړه د غبرګونونو دوام

د بې پولو ډاکټرانو سازمان په افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټيټیوټونو د بندېدو په تړاو له ناوړه پایلو خبرداری ورکړی دی.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د طبي خدمتونو اړتیاوې خورا ډېرې دي او د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید زیات طبي کادرونه وروزل شي.

د بې پولې ډاکټرانو اعلامیه وايي: په افغانستان کې د طبي اړتیاوو کچه ډېره لوړه ده او اړتیا ده چې د افغان ښځو په برخه کې زیات طبي کادرونه وروزل شي.

دې موخې ته د رسېدو لپاره ښځو ته باید د زده کړو زمینه برابره شي.  په ۲۰۲۱، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو کې د زده کړو په برخه کې لګول شوي محدودیتونه په راتلونکي کې ښځینه طبي کادرونو ته لاسرسی د پاموړ کموي.»

د پوهنتون استاد، ذکی الله محمدي په دې اړه وايي: په اوسنیو شرایطو کې زموږ پر خویندو د زده کړو دروازې بندول فاجعه لا زیاتوي، زموږ غوښتنه د اسلامي امارت له مشرانو دا ده چې پر دغې پرېکړې له سره غور وکړي.   

د سیاسي چارو شنونکی، جنت فهیم چکري  په دې اړه وايي: په یوه لویه جلسه کې راټول شي، که په کابل یا کندهار کې وي چې د تعامل لپاره او د زده کړو لپاره یوه مناسبه حل لار پیدا کړي. 
  
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ هم په دې تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې او له سرپرست حکومت ته یې غوښتي چې دا پرېکړه بېرته واخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشنرۍ ویانده، راوینا شمداساني په دې اړه داسې وايي:  د افغانستان اوسني چارواکي د ټولنې د هوساینې، امنیت او خونديتوب مسوولت لري. موږ له هغوی غواړو چې دا پرېکړه لغوه کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی، هېواد ځاځی وايي: ضرور ده چې موږ په کورنیو مسایلو کې هغه مسایل حل کړو چې زموږ ورته اړتیا ده. د ولس ضرورت دی. د ولسونو د بقا لپاره هم اړتیا ده چې هغه حل شي.

که څه هم سرپرست حکومت تر اوسه په تړاو اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی، خو تر دې وړاندې ځینو نجونو محصلینو طلوع ‌نیوز ته ویلي وو چې دا مسأله ورته په شفاهي ډول ویل شوې او هغوی ته ۱۰ ورځې وخت ورکړل شوی چې خپلې ازموینې پای ته ورسوي.  

شریک یي کړئ