د ځانګړي استازي دنده هغه مهمه بلل کېږي چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي کې اغېز لري.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې پاکستان په پام کې لري د دغه هېواد تجربه لرونکی ډیپلومات محمد صادق یو ځل بیا د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي.
محمد صادق له ۱۳۹۹ کاله تر ۱۴۰۱لمریز کال پورې د پاکستان لپاره د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي: «ډان موندلې چې پاکستان پرېکړه کړې ده چې سفیر محمد صادق یو ځل بیا د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي .»
د پوهنتو استاد، ناصر شفیق وايي: که تېره واکمنۍ کې د پاکستان استازي افغانستان ته موفق و او بیا یې داسې کړي وي چې اړیکې یې نه وي جوړې کړي نو بیا کېدای شي د استازي ټاکل نوښت رامنځته کړي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي توګه د محمد صادق د ګومارلو په تړاو څه نه دي ویلي.
خو په افغانستان کې د ښاغلي صادق پخواني فعالیتونه څنګه وو.
پخوانی افغان ډيپلوماټ، عزیز معارج وايي: هغه یو پیاوړی ډيپلوماټ دی او د کار مخینه هم لري چې له ۱۳۹۹ تر ۱۴۰۱ پورې کاري تجربه لري او د افغانستان له مسایلو دقیقه اګاهي لري. کافي معلومات لري. دا بیا د اړیکو په ښه والي یا خرابوالي کې کوم اغیز نه لري.
تر دې وړاندې د روان لمریز کال په وږي میاشت کې محمد آصف دراني د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي له دندې لرې کړای شو.
پاکستاني رسنیو هغه مهال راپور ورکړ چې د ښاغلي دراني د لرې کېدو لامل د افغانستان په تړاو د پاکستان په سیاست کې اختلافات وو.