د پروان د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پوهنتونه فارغ ځوانان په حکومتي ادارو کې په دندو ګماري.
دوی وایي، په همدې موخه یې دغه ولایت کې له لوستو ځوانانو د اسنادو راټولولو لړۍ پیل کړې ده.
د پروان د کار او ټولنیزو چارو رییس، قدرت الله ذاکر و ویل: « هغه کسان چې ښوونیزو اسناد لري او اوس مهال پې کاره وي، کولای شي موږ ته خپلې سې وي راکړي، موږ دوی بېلابېلو ارګانونو ته ور پېژنو څو کاري زمینه ورته برابره شي.»
ورته مهال پروان کې ځینې ځوانان وايي، هېواد کې د کاري زمینو نشتوالي له امله ډېری ځوانان ناقانونه کډوالۍ ته مخه کوي.
د پروان اوسېدونکي، محمد صابر فاروقي و ویل: « بې کاري د دې لامل کیږي چې خلک ټول خپل شته له لاسه ورکړي. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې، ځوانانو ته کاري زمینه برابره کړي.»
د پروان بل اوسېدونکي، محمد انور و ویل: « که هې،اد کې مو کاري زمینه برابره شي نور به په پولو کې زموږ ځوانان نه وژل کیږي.»
پروان کې داسې مهال ځوانانو لپاره د کاري زمینې د برابرولو هڅې پیل شوي چې، دې وروستیو کې پاکستان او ایران د ناقانونه افغان کډوالو ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.