د «دوحې فورم» ۲۲مه غونډه نن (شنبې) د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو د استازو په حضور کې چې، پهکې ډپیلوماټان او جګپوړي چارواکي شاملېږي، د قطر په پلازمېنه کې پيل شوه.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما رییسې رزا اوتونبایوا په طبي څانګو کې د نجونو د زدهکړو پر بندیز نیوکه کړې ده.
د دوحې فورم په ۲۲مه غونډه کې د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت پر نوي قانون هم بحثونه شوي دي.
د یوناما رییسه په دې هکله وايي:«پولیو د افغانستان په ګډون یوازې په دوو هېوادونو کې پاتې دی، له بده مرغه رهبر طبي زدهکړې ودرولې، دا یوه پښیمانېدونکې پرېکړه ده.»
د یوناما سیاسي مرستیالې جورجټ ګانیون هم په دغې غونډه کې ویلي:«د ملګرو ملتونه د څارنې په حال کې دي او مو په ټول هېواد کې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون په ډېره دقیقه توګه مستندوو. د هغه د پلي کېدو په څرنګوالي کې بدولنونه شته او تاسو کولای شئ هغه زموږ له بېلابېلو تعاملاتو واورئ؛ خو په دې پړاو کې زموږ څېړنه په خواشینۍ سره ښيي چې، په ډېری ځایونو کې د دغه قانون پلي کول سختېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی معین گل څمکنی په دې هکله وايي:«لازمه ده چې، دغه موضوع دننه په افغانستان کې وڅېړل شي او دیني عالمان پرې فکر وکړي؛ نه هغه کسان چې، له نورو هېوادونو راغلي او پرې نهپوهېږي.»
په دې غونډه کې هغه خبریالان هم وستایل شول او جایزې ورکړل شوې چې، په زړورتیا یې د حقایقو له لټون سره د پام وړ فعالیتونه کړي دي.
د ارمان او اراکوزیا راډیو مسوولې صدف پوپلزۍ د موبي ګروپ په استازیتوب، د ۲۰۲۴ کال د «دوحه فورم» جایزه ترلاسه کړه.
صدف پوپلزۍ د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل:«د افغانستان په ځانګړې ډول د موبي ګروپ په استازیتوب، دا اېوارډ سږکال ماته راکړل شوی او د دې سربېره، هغه مېرمنې چې په بېلابېلو برخو کې کار کوي، هغوی هم خپلو هڅو ته خپل زیار او خپلو کارونو ته دوام ورکړي. لېرې به نهوي چې، د دې ورځې شاهدان به وي.»
ټاکل شوې ده چې، د دې غونډې په دویمه ورځ هم پر نړۍوالو مسایلو خبرې وشي.