د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان هجري - لمریز کال په وروستیو اتو میاشتو کې له ایران، ترکیې او پاکستانه څه باندې ۹۰۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني طلوعنیوز ته د دغو شمېرو په تړاو وایي: « تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا ۹۰۰ او ۷۰ زره افغانان هېواد ته را ګرځېدلي دي، چې ۸۸ زره یې له پاکستان، ۵ زره له ترکیې او پاتې نور له ایرانه راغلي دي.»
له دې سره سم، د ایران د تهران ښار د پولیسو مشر ویلي، هره ورځ تر ۸۰۰ افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته له ایرانه اېستل کېږي.
د عباس علي محمدیان په خبره، تر دې مهاله له دغه هېواده ۷۰ زره ناقانونه کډوال ایستل شوي او شاوخوا ۷۰ زره نور بیا په داوطلبانه ډول له ایرانه وتلي دي.
د تهران د پولیسو مشر و ویل: « نږدې ۱۷۰ زره کسان راټول کړای شوي، هر ورځ له ۷ سوو تر زرو تنو راټولوو.»
د کډوالو د حقونو ځینې فعالان له کوربه هېوادونو غواړي چې، افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د کډوالو د حقونو فعال نظر نظري و ویل: « کډوال لېواله دي چې خپل هېواد ته را وګرځي، دوی سرپناه او د ژوند د لومړنیو اسانتياو نشتون ته اندېښمن دي. اوس مهال باید کوربه هېوادونه د دغه ناورین پر حل لارو تمرکز وکړي.»
تر دې وړاندې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي و چې، د تېر کال پرتله له ایرانه د افغان کډوالو په ایستلو کې ۱۸ سلنې زیاتوالی راغلی دی. د دغه بنسټ د شمېرو لمخې، ایران د روان زېږیز کال په لومړیو نهو میاشتو کې نږدې ۵۶۰ زره افغان کډوال ایستلي دي.