Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د منیر اکرم ادعا ته د اسلامي امارت غبرګون؛ پاکستان کې د امنیت غوښتونکي یو

اسلامي امارت وایي چې، په پاکستان کې د امنیت غوښتونکی دی. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ملګرو ملتونو سازمان کې د پاکستان د دایمي استازي د ادعاوو په غبرګون کې وایي چې، د افغانستان له خاورې هېڅ ډلې ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوي او دوی په دې برخه د کابل له لوري شوې هڅې هم له اسلام‌اباد سره شریکې کړې دي.
             
حمد الله فطرت وايي:«موږ له پاکستان سره ښې اړیکې لرو او لا هم غواړو چې، د پاکستان په شمول له ټولو هېوادونو سره، خپلې مثبتې اړیکې لا پراخې کړو. موږ هېچا ته اجازه نه‌ورکوو چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف وکاروي. موږ د پاکستان امن او ارامي غواړو په دې اړه موږ هم له پاکستانه خپلې هڅې شریکې کړې دي.»

 د «دوحې فورم»د دوه ویشتمې غونډې په څنډه کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي طلوع‌نیوز ته ویلي چې، له ټي‌ټي‌پي یا د پاکستان د طالبانو له تحریک سره مبارزه د دغه هېواد یوه مهمه مسئله ده.

 منیر اکرم ادعا کوي چې، اسلام‌اباد داسې شواهد لري چې، په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي حضور ثابتوي. ښاغلی اکرم د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې، د ټي‌ټي‌پي د کابو کولو او پاکستان ته د هغوی د اوښتو د مخنیوي لارې چارې ومومي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي په دې هکله ویلي:«موږ باید د پاکستان د تحریک طالبان د ترهګرۍ له ستونزې سره مقابله وکړو. دا زموږ اصلي مسئله ده، موږ هیله لرو چې، د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د طالبانو د تحریک د کابو کولو او پاکستان ته د بریدونو لپاره د هغوی د اوښتو د مخنیوي لارې چارې پيدا کړي.»

د یادونې وړ ده، چې د دوحې فورم دوه ورځنۍ دوه ویشتمه غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د نړۍ د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو د استازو، ډیپلوماتانو او نورو چارواکو په ګډون د نړۍوالو ننګونو له ارزونې سره پای ته ورسېده. 

منیر اکرم ادعا کوي چې، اسلام‌اباد داسې شواهد لري چې، په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي حضور ثابتوي.

شریک یي کړئ