په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین له طلوعنیوز سره په مرکه کې، امریکا د دوحې هوکړهلیک پر نقض تورنوي.
د ښاغلي شاهین په وینا، په دغه هوکړهلیک کې ټاکل شوې وه چې، په درې میاشتو کې د اسلامي امارت نوم له تور نوملړه لېرې کړل شي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ ګام نهدی پورته شوی.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس په دې هکله وايي:«هغوی وعده کړې وه چې، په درې میاشتو کې به تور لېست ختموي. تور لېست تراوسه موجود دی، ختم شوی نهدی، دا کار دوی نهدی اجرا کړی. درېیم دوی ویلي وو چې، د افغانستان په بیارغونه کې به برخه اخلي او نور هېوادونه به هم هڅوي، دغه برخه هم بشپړه شوې؛ بلکې پر افغانستان باندې بندیزونه لکه څنګه چې، وو تراوسه دوام لري.»
ښاغلی شاهین په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر له نړۍ سره د اړیکو دروازه بولي او وایي چې، د اروپا شاوخوا ۱۳ هېوادونه خپل فعالیتونه د قطر له لارې مخته وړي او تل د دغو هېوادونو له ډيپلوماټيکو چارواکو سره کتنې او خبرې کېږي او په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت دریځ ورته څرګندېږي.
سهیل شاهین په دې هکله زیاتوي:«دلته زه هره ورځ یا یو ورځ وروسته، د نړۍ له بېلابېلو پلاوو سره ګورم، په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې له سفیرانو سره ګورم، دلته د افغانستان لپاره کابو ۱۲ تر ۱۳ سفیران مېشت دي، موږ کوښښ کوو چې، افغانستان ته ولاړ شي چې، ځينې یې تللي هم دي. هلته یې زموږ له مشرانو سره کتلي دي.»
د نړۍوالو اړیکو شنونکی شفیقالله خاک سار طلوعنیوز ته وايي:«په دوحه کې چې، سیاسي دفتر شتون لري، هڅه دې وکړي چې، یوې حل لارې ته سره ورسېږي او دغه مسئلې حل کړي او د یوه اباد افغانستان په لور ولاړ شو.»
د سیاسي چارو شنونکي بلال عمر هم وویل:«یو لړ مهم موردونه چې، د افغانستان د خلکو او د ټولې نړۍ لپاره مهمې موضوعګانې دي، تراوسه د اسلامي امارت له لوري هم ورته جدي پاملرنه نهده شوې. او د دغو ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت له لورې یوه مشخصه کړنلار هم نهده اعلان شوې. له هغې ډلې په افغانستان کې د اساسي قانون نشتوالی، د نجونو د زدهکړو موضوع.»
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د رییس په وینا، ۱۴افغان بندیان د دغه هېواد په زندانونو کې دي او ځانګړي ټیمونه د دغو بندیانو قضیو ته رسېدنه کوي.