Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیاسي کمېسیون غړو افغانستان او منځني ختیځ کې د تحولاتو په هکله خبرې کړي

د ریاست‌الوزرا د سیاسي کمېسیون په غونډه کې چې، د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ جوړه شوه، په سوریې او منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو، له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پر پراختیا خبرې اترې شوې دي.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې، په دغې غونډه کې پر غوره حکومتولۍ او د خلکو او نظام ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.  

ښاغلی فطرت په دې هکله وايي:«په هېواد کې د شویو سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرمختګونو خبرې وشوې. همدارنګه د اجنډا له مخې پر سپارل شویو موضوع‌ګانو هم بحث وشو. سیاسي کمېسیون په دغې ناسته کې د غوره حکوومتولۍ او د ولس او نظام ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي خبرې اترې وشوې.»

خو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او پرمختګ لپاره اسلامي باید څه ډول تګلاره غوره کړي؟  

د سیاسي چارو شنونکی سید مقدم امین په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«له ګاونډیو او لېرې پرتو هېوادونو سره، سیمه‌ییزې خبرې اترې، د ډپيلوماسۍ د یوه اصل بنسټ رامنځته کوي. او غوره ده چې، هغه ستونزې چې په سرحدونو کې دي یا نورې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کېږي. یعنې ترکومه ځایه چې، ګورو د اسلامي امارت سیاسي ډپيلوماسي هم فعاله ده. او د سیمې هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې لپاره ځينې کارونه کړي دي.»

 پخواني ډيپلوماټ عزیز معارج هم وویل:«په هغه صورت کې چې، اسلامي امارت وکړای شي په خپلو ادارو کې ځينې اصلاحات رامنځته کړي. بشري حقونه، د ښځو حقونه، د زده‌کړو حق مراعات کړي او د نړۍ غوښتنو په برخه کې چې، د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنې هم دي، اقدام وکړي. په هغه صورت کې به د افغانستان خلک هم خوشحاله شي.»

که څه هم په تېرو درې کلونو کې ځينو هېوادونو لکه روسیې، ازبیکستان، چین، ترکیې او ایران له اسلامي امارت سره اړیکې ټینګې کړې دي او وخت ناوخته یې پلاوي هم کابل ته راغلي؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمي توګه نه‌دی پېژندلی.

شریک یي کړئ