Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېوادوالو په څو ولایتونو کې د بشار الاسد د حکومت پرځلېدل ونمانځل

د هېواد ځینې ولایتونه له هغې ډلې پکتیا، خوست، ننګرهار، بلخ او کندوز، په سوریه کې د بشار الاسد حکومت د پرځېدو له امله د ولسي غونډو شاهد وو.

په دغو ولایتونو کې، هېوادوال سړکونو ته له راوتلو او د غونډو پر مهال د بشار الاسد د مخالفانو د بریالیتوب په تړاو خوښې څرګنده کړه او په سوریې خلکو ته یې، په دغه هېواد کې د سیاسي تحول مبارکي ورکړه.

په کتیا کې د غونډې تنظيموونکی عزت‌الله مخلص وايي:«هغه کسان چې، دلته سره راټول شوي د شام د فتحې په ویاړ راټول شوي. د پکتیا مسلمان او غرتمن خلک له همدې ځایه د شام عازیانو او مجاهدینو ته د دغې سترې فتحې مبارکي وايي.»

د پکتيا بل اوسېدونکی احمدالله هم څرګندوي:«ټول مسلمانان خوشحاله دي او ویاړ کوي. خدای دې داسې ورځ هم راولي چې، فلسطین هم له اسراییل څخه ازاد شي.» 

ورته مهال ځینې نور هېوادوال په منځني ختیځ او په ځانګړي ډول فلسطین کې پر مسلمانانو د کېدونکو ظلمونو مخنیوي لپاره د اسلامي هېوادونو پر یووالي ټینګار وکړ.

ديني عالم جمال‌الدين وویل:«د فلسطین د ازادۍ په تمه هم یو او د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې، بیت‌الاقصی د ازادۍ په تمه یو.»
 
د کندوز پوهنتون عملي مرستیال ضیا‌الدین سیرت هم په دې غونډه کې وايي:«الله (ج) یوه بل اسلامي هېواد ته خوښي نصیب کړه چې، د دغې خوښتۍ په خاطر پر موږ لازمه ده، شکر یې ادا کړو.» 

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په سوریه کې د اسد کورنۍ څه باندې نیمه پېړۍ واکمني د بېلابېلو جهادي ډلو د ایتلاف او جګړې په پایله کې را نسکور شو چې، په نړۍواله کچه یې مثبت او منفي غبرګونونه را پارولي دي.
 
هېوادوال سړکونو ته له راوتلو او د غونډو پر مهال د بشار الاسد د مخالفانو د بریالیتوب په تړاو خوښې څرګنده کړه او په سوریې خلکو ته یې، په دغه هېواد کې د سیاسي تحول مبارکي ورکړه.

شریک یي کړئ