د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوحې فورم په ۲۲مې غونډه کې ویلي چې، د افغانستان سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د یوه سازمان په توګه نهدی.
ښاغلی لاوروف د ملګرو ملتونو سازمان تور نوملړ د اسلامي امارت څو چارواکو ته ځانګړی بللی دی.
ښاغلی لاوروف زیاتوي چې، هېواد یې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو تحولاتو په لړ کې، په کابل کې یې خپل سفارت نهدی تړلی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې:«موږ هېڅکله خپل سفارت له کابله نهدی ایستلی. زموږ سفارت د امریکا او ایتلاف د ټولې نیواک پر مهال او د هغوی د شرم وړ وتلو په ټول بهیر کې فعال و. طالبان، د یوې ډلې په توګه د ملګرو ملتونو د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل نهدي. یوازې د طالبانو د ځينو مشرانو نومونه په شخصي توګه په دغه نوملړ کې دي.»
ښاغلي لاوروف د سوریې د سقوط او د افغانستان د مخکیني حکومت د نسکورېدو تر منځ ورتهوالي ته په نغوتې سره ویلي چې، متحده ایالت له افغانستانه په ډېره بیړه ووتل.
بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنونکي د سیمې په کچه شته ترینګلتیاوو ته په پام سره وایي چې، د ختیځ او لوېدیځ تر منځ په تعاملاتو کې د انډول ساتل اړین دي.
د نړۍوالو چارو شنونکی سنگر امیرزاده په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«له بده مرغه موږ قرباني وو، د ختیځې او لوېدیځې رهبرۍ قرباني، له دې امله، کهچېرې غوښتنې په یوې خوا وي، موږ له خطرناک ستونزو سره مخ کوي.»
د ملګرو ملتونو د ترهګرو ډلو د نوملړ په تړاو په داسې حال کې خبرې کېږي، تمه کېږي چې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې اوونۍ د پنجشنبې ورځې په غونډه کې د اسلامي امارت د دغه سازمان د بندیزونو کمېټې ماموریت هم وارزوي.